ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

منظور پښتین: پاکستان غواړي له اقتصادي اړخه پښتانه وځپي

منظور پښتین: پاکستان غواړي له اقتصادي اړخه پښتانه وځپي

author avatar
28 Nov 2023 - 23:59
منظور پښتین: پاکستان غواړي له اقتصادي اړخه پښتانه وځپي
author avatar
28 Nov 2023 - 23:59

[restrict paid=”true”]

اټلانټا (پژواک، ۷ لېندۍ ۱۴۰۲): د پښتون‌ژغورني غورځنګ مشر منظور پښتین وایي، اوس د وزیرستان خلک هم د چمن د خلکو په څېر افغانستان ته د تګ راتګ لپاره د ویزې او پاسپورټ شرط نه مني.

هغه دا څرګندونې د سه شنبې ورځ (د لېندۍ اوومه) د بلوچستان په چمن ښار کې هغې ولسي غونډې او پرلت ته وکړې چې په کې لسګونو زرو کسانو برخه اخیستې وه.

د چمن زرګونو اوسېدونکو له تېرو ۳۹ ورځو راهیسې هلته د پاکستان د حکومت د هغې پرېکړې غبرګون پرلت وهلی چې ګواکې له دې وروسته به خلک افغانستان ته په پاسپورټ تګ راتګ کوي.

خو د چمن اوسېدونکي وایي، دوی له لسګونو کلونو راهیسې له پاسپورټ پرته تګ راتګ کوي، د ډیورنډ پولې دواړه خواوو ته یې کورنۍ، خپلوان، ځمکې او تجارتونه دي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظوراحمد پښتین یادې ناستې ته وویل، د چمن د خلکو غوښتنه چې افغانستان ته په پاسپوﺭټ تګ او ﺭاتګ نه مني، اوس د ټول پښتون قوم غوښتنه جوړه شوې ده.

هغه زیاته کړه چې په سوېلي وزیرستان کې له افغانستان سره نږدې انګوﺭ اډه کې هم خلکو پرلت کړی او دا غوښتنه کوي.

هغه وویل، دا مهال په سیند  او پنجاب ایالتونو کې د افغان کډوالو په نوم پر پښتنو ژوند تریخ کړای شوی دی.

د غورځنګ مشر پوښتنه وکړه چې پاکستان په دغه کار سره پښتنو ته څه پیغام ورکول غواړي؟

پښتین وایي، پښتون قوم له افغانستان سره په توﺭخم، انګوﺭ اډه، غلام خان، ډنډپټان او په نواپاس ټولو لاﺭو د ځايي خلکو لپاﺭه پاسپوﺭټ او ويزه نه مني او د دغو لاﺭو بندول به په سلګونو زره پښتانه له خپلو کورنیو او خپلوانو جلا او په اقتصادي توګه به یې تباه کړي.

د یادونې ده، د پاکستان حکومت د نومبر میاشتې له لومړۍ نېټې د سلګونو زره بې اسناده افغانانو په زور اېستلو او پر چمن دروازه افغانستان ته د تګ راتګ لپاره پاسپوﺭټ او ويزه لازمي کړې ده.

[/restrict]

Views: 69

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.