فیضاباد (پژواک، ۷ لېندۍ ۱۴۰۲): د بدخشان ځایي مسوولین وایي چې دغه ولایت کې تېرو اتو میاشتو کې ۱۱۶ ترافیکي پېښې ثبت شوې چې له امله یې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۷۵ کسان مړه او ۱۹۷ نور ټپيان شوي دي.
د بدخشان د ترافیکو مدیر مولوي ګلاحمد شاکر پژواک خبري اژانس ته وویل چې دا ترافیکي پېښې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې شوې دي.
د هغه د معلوماتو له مخې، اته ترافیکي پېښې په وري میاشت کې، ۱۵ پېښې غویي میاشت، ۱۵ غبرګولي کې، ۲۰ چنګاښ کې، ۱۱ پېښې زمري کې، ۱۷ وږي کې، ۱۲ پېښې تله کې او دغه راز ۱۸ پېښې په لړم میاشت کې شوې چې د هغو په پایله کې ۷۵ کسان مړه او ۱۹۷ نور ټپيان شوي دي.
د بدخشان د ترافیکو مدیر زیاته کړه، دغه پېښې چې په فیضاباد ښار، کشم، راغ، ارغنجخواه، زیباک، بهارک، یمګان او وردوج ولسوالیو کې شوې مهم لاملونه یې ډېر سرعت، د موټرچلوونکو بېاحتیاطي، د سړکونو خرابوالی او د وسایطو تخنیکي عوارض ښودل شوي دي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن