ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ستره محکمه کې نوې ټاکنې وشوې

ستره محکمه کې نوې ټاکنې وشوې

author avatar
28 Nov 2023 - 11:50
ستره محکمه کې نوې ټاکنې وشوې
author avatar
28 Nov 2023 - 11:50

کابل (پژواک، ۷ لېندۍ ۱۴۰۲): د افغانستان د سترې محکې په بېلابېلو برخو کې لس نوي رییسان او دوه د دې محکمې د دارالافتاء غړي ټاکل شوي دي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې دغه ټاکنې د مشرتابه مقام د لزوم‌دید له مخې شوې دي.

هغه لیکلي چې د مرکزي دارالإفتاء ریاست مخکنی غړی شیخ سلطان‌محمد، د سترې محکمې د دارالإ‏فتــــــاء د رییس په توګه، د کندهار د استیناف محکمې مخکنی رییس مولوي عبدالغفار بحر د سترې محکمې د تدقیق او مطالعاتو د رییس په توګه، د سوېل‌لوېدیځ زون د تمیز ریاست مخکنی غړی مفتي شرف‌الدین د همدغه زون د قضایي تعلیماتو د رییس په توګه،  د ستري محکمې د دارالإفتاء مخکنی رییس مولوي عزیزالله مظهري د سوېل‌لوېدیځ زون د تمیز ریاست د نظامي منسوبینو د دیوان د رییس په توګه او د سوېل‌لوېدیځ زون د تمیز ریاست د نظامي منسوبینو د دیوان مخکنی رییس شیخ مولوي غلام‌حضرت د کندهار د استیناف محکمې د رییس په توګه ټاکل شوي دي.

هغه دغه راز لیکلي چې د کندهار د استیناف محکمې د مدني دیوان مخکنی رییس مفتي عبدالجلیل د زابل د استیناف محکمې د رییس په توګه، د نیمروز د استیناف محکمې مخکنی رییس مولوي عبدالخالق د بادغیس د استیناف محکمې د رییس په توګه،  د بادغیس د استیناف محکمې مخکنی رییس مولوي عبدالخالق د نیمروز د استیناف محکمې د رییس په توګه، د زابل د علماوو شورا مخکنی رییس مولوي عبدالجبار اغا د کندهار د استیناف محکمې د عامه امنیت دیوان د رییس په توګه، د کندهار د استیناف محکمې د عامه امنیت دیوان مخکنی رییس مولوي مغفورالله د همدې محکمې د مدني دیوان د رییس په توګه، د مرکزي دارالافتاء مخکنی غړی مفتي محی‌الدین د ستري محکمې د دارالافتاء د غړي په توګه او د مرکزي دارالافتاء مخکنی غړی مفتي عبدالنور د ستري محکمې د دارالافتاء د غړي په توګه ټاکل شوي دي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.