Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د کابل د بت‌خاک کوچي‌اباد سیمې خلک د کوڅه‌ډبو سپيانو له ډېرېدو شکایت کوي

کابل (پژواک، ۷ لېندۍ ۱۴۰۲): د کابل ښار ۲۲مې ناحيې اړوند د بت‌خاک کوچي‌اباد سیمې يو شمېر اوسېدونکي وايي چې په دې سيمه کې کوڅه‌ډب سپیان ډېر شوي او خلکو ته یې ستونزې جوړې کړې دي.

د بت‌خاک د کوچي‌اباد يو شمېر اوسېدونکو پژواک خبري اژانس ته وويل، د کابل ښار کوڅه‌ډب سپي هم له کثافاتو سره یوځای خاکجبار ولسوالۍ کې د کثافاتو ساحې ته انتقالېږي؛ دا چې هغه ځای دوی ته نږدې دی، نو د دوی سیمه کې هم دغه سپي ډېر شوي دي.

د يادې سيمې اوسېدونکي شېرعلي وویل، په سیمه کې يې کوڅه‌ډب سپي ډېر شوي چې له وېرې یې ماشومان ښوونځي او مدرسې ته نه شي تللی.

هغه وايي: «يو مياشت مخکې د ښاروالۍ کارکوونکي راغلي وو، سپیان یې ونيول، واکسين يې کړل او بېرته يې خوشي کړل، موږ ورته وويل چې بل ځای یې ولېږدوئ، ويل یې نه دا مو واکسين کړي، له دې نه پس یې نسل نور ختمېږي.»

دغه راز د بت‌خاک بل اوسېدونکي خان‌محمد وویل، دغه سپي ښاروالۍ د کثافاتو ځای کې خوشي کړي، خو دا چې دغه کلی د کثافاتو ځای ته نږدې دی، نو سپي ټول کلي ته ورځي.

هغه وویل، په ټوله سيمه کې کوڅه‌ډب سپي ډېر شوي، په هره کوڅه کې سپي دي او دوی يې له ستونزو سره مخ کړي دي.

هغه زیاته کړه: «ښاروالي بايد دغه سپي له دې سیمې بېخي ورک کړي.»

د همدې سیمې یوه بل اوسېدونکي عزت هم وویل چې کوڅه‌ډب سپي ډېر دي خو د دوی په کلي کې بیا بېخي ډېر شوي دي.

هغه زياته کړه، د شپې له خوا په کوڅه کې څوک په اسانه نه شي تېرېدلای او خلک يې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

دغه راز یو شمېر نورو کسانو هم ورته څرګندونې وکړې او له حکومته يې د دې ستونزې د حل غوښتنه وکړه.

خو د کابل ښاروالۍ مسوولين بيا وايي چې د کوڅه‌ډبو سپيانو د کنټرول لپاره بېلابېل پروګرامونه تر لاس لاندې لري.

د کابل ښاروالۍ استازي نعمت‌الله بارکزي پژواک ته وويل، کابل ښار کې یې سږ کال تر اوسه پورې ۱۲زره کوڅه‌ډب سپي واکسین او له ۱۰ زره ډېر یې شنډ کړي دي.

نوموړی وايي، کوم سپيان که لېوني ثابت شي، له منځه وړل کېږي او هغه سپيان چې خلک خوري هم راټولېږي.

هغه زیاتوي، دوی غواړي په ټول ښار کې د کوڅه‌ډبو سپيانو د ډېرېدو مخنیوی وکړي.

دا په داسې حال کې چې د خلکو د پرله‌پسې شکایتونو پایله کې د کابل ښار له نورو سیمو سپي تر یو بريده ټول شوي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.