فراه ښار (پژواک، ۷ لېندۍ ۱۴۰۲): د فراه په مرکز کې د ۳۵۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت یوه ښوونځي ته د ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې.
په دې اړه د فراه د پوهنې ريیس مولوي اخترمحمد زعیم وايي چې د فراه ښار په برنګتوت سیمه کې یوه ښوونځي ته د دوه پوړیزې ودانې جوړولو چارې نن پيل شوې.
هغه وايي چې د یادې ودانۍ پر جوړېدو ۳۵۰ زره امریکايي ډالره لګښت راځي چې د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو عالي کمېشنرۍ له لوري ورکول کېږي.
دی زیاتوي: «مخکې هم دلته مکتب و خو دولتي ودانۍ يې نه درلوده.»
هغه وویل چې د یادې ودانۍ جوړولو چارې به د نهو میاشتو په موده کې بشپړې شي چې د شاوخوا دوه زره زدهکوونکو ځایولو وړتیا به ولري.
بلخوا، د سیمې اوسېدونکي هم د یادې ودانې پر جوړېدو خوښ دي.
د برنګتوت کلي يوه قومي مشر محمداسرائيل وایي: «له دې وړاندې مو د سيمې ماشومانو په يوه سرای کې زدهکړې کولې، له ګڼو ستونزو سره مخ وو، خو د دغه مکتب په جوړېدو به يې مشکل حل شي.»
دا په داسې حال کې ده چې د فراه په یو شمېر نورو سیمو کې لا هم زدهکوونکي په خېمو او یا کرايي کورونو کې زدهکړې کوي.
Views: 49
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن