ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د اروزګان والي: د کلدارو له کاروونکو سره به د نورو مجرمینو په څېر چلند کېږي

د اروزګان والي: د کلدارو له کاروونکو سره به د نورو مجرمینو په څېر چلند کېږي

author avatar
28 Nov 2023 - 16:41
د اروزګان والي: د کلدارو له کاروونکو سره به د نورو مجرمینو په څېر چلند کېږي
author avatar
28 Nov 2023 - 16:41

ترینکوټ (پژواک، ۷ لېندۍ ۱۴۰۲): د اروزګان والي وایي، په دغه ولایت کې د بهرنیو اسعارو او په ځانګړې توګه د کلدارو کاروونکي به نیول کېږي او د نورو مجرمینو په څېر به ورسره جدي چلند کېږي.

مولوي محمدعلي جان احمد نن ولایت مقام کې د افغانۍ ترویج لپاره جوړه شوې غونډه کې وویل چې د بهرنیو اسعارو د کارولو مخنیوي په موخه د عامه پوهاوي او نرم چلند وخت پای ته رسېدلی او له دې وروسته به هغه کسان چې بهرني اسعار کاروي، نیول کېږي او پیسې به یې ضبطېږي.

په یاده غونډه کې چې د دغه ولایت د ملکي او نظامي ادارو مسوولینو، د قضایي ادارو استازو، ځایي صرافانو او پانګوالو ګډون درلود والي وویل، د افغانۍ ترویج د کمیټې مسوولیت یې د دغه ولایت د استخباراتو رییس ته سپارلی دی.

نوموړي زیاته کړه، له تېرو اتو میاشتو راهیسې د افغانۍ رواجولو لپاره د عامه پوهاوي پروګرامونه ترسره شوي او د کمیټې غړو د خلکو سره نرم چلند کړی.

د اروزګان والي په ټینګار سره وویل: «اوس د دې وخت را رسېدلی چې نور خپل دریځ بدل کړو او دا پروسه په عملي توګه مخ ته یوسو، د کمیټې غړو ته سپارښتنه کېږي چې له دې وروسته هغه کسان چې بهرنيو اسعارو او په ځانګړې توګه په کلدارو راکړه ورکړه کوي، ونیسي او پیسې ترې واخلي.»

هغه زیاته کړه، دا کسان به محکمې ته ورپېژندل کېږي او د نورو مجرمینو په څېر به ورسره جدي چلند کېږي، سرغړوونکي د شریعت له مخې د کبیره ګناه مرتکبین دي او محکمه به ورته سخته سزا ټاکي.

هغه د دې غونډې ګډونوالو ته سپارښتنه وکړه چې دا دریځ جدي وګڼي او د عملي کولو په برخه کې یې ټول خپل مسوولیت ادا کړي.

د اروزګان د مرافعې محکمې رییس مولوي سخي داد په دې غونډه کې وویل، په بهرنیو اسعارو د راکړې ورکړې مخنیوي لپاره د مشرتابه صادر شوي حکم پلې کولو برخه کې محکمه جدي ده.

هغه زیاته کړه، هغه کسان به زنداني کېږي چې د افغانۍ ترویج کمېتې له خوا د بهرنیو اسعارو او په ځانګړې توګه د کلدارو کارونې پر مهال نیول کېږي.

په ورته وخت کې په دې غونډه کې یو شمېر هټۍوالو له مسوولینو غوښتنه وکړه چې د افغانۍ ترویج پروسه دې روانه وساتي.

د حاجي طالب په نوم یوه هټۍوال وویل چې په مرکز ترینکوټ کې تر ډېره د بهرنیو اسعارو د کارولو مخنیوی شوی، خو د دغه ولایت په ولسوالیو او لرو پرتو سیمو کې بیا د پام وړ پرمختګ نه دی شوی.

هغه له حکومته غوښتنه کوي چې دغه لړۍ ټولو سیمو ته وغځوي.

Views: 46

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.