Language

فراه کې یوه ځوان ځان‌وژنه کړې ده

فراه (پژواک، ۹ لېندۍ ۱۴۰۲): د فراه امنیتي مسولین وایي چې د دغه ولایت په بالابلوک ولسوالۍ کې یوه ځوان د کلاشینکوف په ډزو ځان وژلی دی.

د دغه ولایت امنیې قوماندانۍ له خوا د لېندۍ په ۹مه خپره شوې یوه خبرپاڼه کې راغلي چې دا پېښه د یادې ولسوالۍ په تعمیر سیمه کې شوې ده.

سرچینې زیاته کړې، د احسان‌الله په نوم یو ځوان د کلاشینکوف په وسیله ځان ویشتلی او مړ شوی دی.

د خبرپاڼې په حواله، د پېښې انګېزه نه ده معلومه خو په اړه یې څېړنې پیل شوې دي.

Related Topics