ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

جوزجان او اروزګان کې ترافیکي پېښې؛ درې کسان مړه او درې نور ټپیان شوي

جوزجان او اروزګان کې ترافیکي پېښې؛ درې کسان مړه او درې نور ټپیان شوي

ترینکوټ، شبرغان (پژواک، ۸ لېندۍ ۱۴۰۲) په اروزګان او فاریاب ولایتونو کې د ترافیکي پېښو له امله درې کسان مړه او درې نور ټپیان شوي دي.

د اروزګان امنیې قوماندانۍ ویاند بلال اروزګانی وایي چې د دغه ولایت چنارتو ولسوالۍ په پاتان سیمه کې د یوه بایفور ډوله موټر او موټرسایکل ترمنځ ټکر شوی چې له امله یې یو موټرسایکل‌‌سپور مړ او بل ټپي شوی دی.

بلخوا پرون د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ ښار کې هم په یوه ترافیکي پېښه کې یو کس مړ شوی دی.

د امنیې قوماندانۍ ویاند دغه راز وویل چې دغه پېښه د مرکز ترینکوټ اړوند په سرشخلو سیمه کې د مازدا موټر او موټرسایکل ترمنځ د ټکر له امله شوې چې په پایله کې یې موټرسایکل‌سپور ژوند له لاسه ورکړی او د مازدا چلوونکی نیول شوی دی.

د یو بل خبر له مخې، د فاریاب ولایت اړوند د قوش‌تېپې سیمې پر لویه لار د یوې ترافیکي پېښې له امله یو کس مړ او دوه نور ټپیان شوي دي.

د دغه ولایت امنیې قوماندانۍ ویاند قاري عبدالستار پژواک ته وویل، نن غرمه یو ډاټسن موټر له سړکه وتلی او چپه شوی چې له امله یې یو کس مړ او دوه نور ټپیان شوي دي.

هغه وایي، ټپیان روغتون ته لېږدول شوي او روغتیایي حالت یې د ډاډ وړ ښودل شوی دی.

د یادونې ده، د روان لمریز کال له پیله راهیسې په هېواد کې د ترافیکي پېښو له امله شاوخوا څلور زره کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

Views: 23

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.