[restrict paid="true"]
لښکرګاه (پژواک، ۷ لېندۍ ۱۴۰۲): د هلمند امنیتي مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې شپږ کسان له سلګونو کیلوګرامه نشهیي توکو سره نیول شوي دي.
د هلمند امنيې قوماندانۍ ویاند ملا عزتالله حقاني د لېندۍ په ۷مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې امنیتي ځواکونو د دغه ولایت په ګرمسېر او باغران ولسوالیو کې شاوخوا ۵۲۰ کیلوګرامه نشهيي توکي کشف او ترلاسه کړي دي.
د هغه په وینا، ۴۰۰ کيلوګرامه اېف چې له ګاونډي هېواد پاکستانه په یو فیلډر موتر کې د دوو کسانو له خوا رالېږدول شوي وو، له نشهيي توکو سره د مبارزې مدیریت منسوبینو له خوا په ګرمسېر ولسوالۍ په صفار سیمه کې لاس په لاس نيول شوي دي.
سرچینه زیاتوي چې له نیول شوو کسانو یې یو میل کلاشینکوف هم ترلاسه کړی دی.
حقاني زیاته کړه چې په باغران ولسوالۍ کې یې هم ۱۷۰ کيلوګرامه اېف له څلورو کسانو سره نیولي دي.
د هغه په خبره چې له یادو کسانو یې دوه میله کلاشینکوفونه هم ترلاسه کړي دي.
د هغه په وینا، له نیول شوو کسانو پلټنې پیل شوې دي.
[/restrict]
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP