ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل کې یوې کورنۍ د ګوانتانامو زندان کې د خپل بندي غړي د راخلاصون غوښتنه وکړه

کابل کې یوې کورنۍ د ګوانتانامو زندان کې د خپل بندي غړي د راخلاصون غوښتنه وکړه

author avatar
29 Nov 2023 - 15:40
کابل کې یوې کورنۍ د ګوانتانامو زندان کې د خپل بندي غړي د راخلاصون غوښتنه وکړه
author avatar
29 Nov 2023 - 15:40

کابل (پژواک، ۸ لېندۍ ۱۴۰۲): په کابل کې یوه کورنۍ وایي، ۱۷ کاله مخکې د دوی د کورنۍ یو غړی عبدالرحیم د ګوانتانامو په زندان کې بندي شوی خو لا هم نه دی ازاد.

د عبدالرحیم کورنۍ د هغه د خلاصېدو په پار نن په کابل کې اعتراضیه غونډه وکړه.

په غونډه کې د عبدالرحیم زوی اسماعیل وویل، پلار یې شاوخوا ۱۷ کاله مخکې د پاکستان په لاهور ښار کې د نامعلومو کسانو له لوري ونیول شو.

نوموړی زیاته کړه، د پلار له نیول کېدو یې شاوخوا څلور کاله وروسته د سره صلیب ادارې ورته خبر ورکړ چې هغه د ګوانتانامو په زندان کې دی.

هغه وویل: «موږ د ننګرهار د چپرهار ولسوالۍ اوسېدونکي یو، پلار مې د اسلامي امارت په تېره دوره کې په ننګرهار کې د مخدره موادو مخنیوي برخه کې دنده درلوده.»

هغه له اسلامي امارته غوښتنه وکړه چې د پلار په راخلاصولو کې دې ورسره همکاري وکړي.

نوموړی وویل: «د بشري حقونو له نړۍوالو بنسټونو غوښتنه کوو چې زموږ پلار د ګوانتانامو له زندانه راخلاص کړي.»

دغه راز په دې غونډه کې د عبدالرحیم مور صفورا بي‌بي وویل، زوی یې شاوخوا ۱۷ کاله کېږي چې د ګوانتانامو زندان کې بندي دی.

هغې وویل: «زوی مې بې‌ګناه نیول شوی، له امریکا غواړم چې زما زوی راخوشی کړي.»

د عبدالرحیم مور هم له اسلامي امارته غوښتنه وکړه چې د زوی په خلاصېدو کې یې ورسره همکاري وکړي.

بلخوا په دې اړه د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد پژواک ته وویل: «اسلامي امارت د خپلو ټولو اتباعو په لټه کې دی چې له زندانونو راخلاص شي، په هر هېواد کې چې وي، په خاص ډول ګوانتانامو کې، په ظلم او وحشت سره زندان ته وړل شوي دي او له امریکا سره ناستو پاستو کې په مکرره دا موضوع یاده شوې او نور به هم دا موضوع پیګیري کېږي، ان‌شاالله هڅه کوو چې دغه زنداني راخلاص شي او خپلې کورنۍ ته ورسېږي.»

دغه راز د ۱۴۰۱ کال د وږي میاشت کې د بشر نورزي په نوم یو افغان له شاوخوا ۱۷ کلونو بند تېرولو وروسته له ګوانتانامو زندانه ازاد شو.

هغه مهال د افغانستان بهرنیو چارو سرپرست مولوي امیرخان متقي ویلي وو چې بشر نورزی له یوه امریکايي وګړي «مارک فریریکس» سره په تبادله کې راخوشى شوی دی.

Views: 318

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.