کابل (پژواک، ۸ لېندۍ ۱۴۰۲): د کډوالو چارو وزارت وايي چې اروپايي ټولنه له پاکستانه په اجباري توګه راستنېدونکو افغانانو سره ۱۴۲ میلیون یورو مرسته کوي.
د یاد وزارت پر اېکسپاڼه لیکل شوي چې د اروپایي ټولنې سرپرستې رافیلا لودیک او مل پلاوي یې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو له سرپرست وزیر خلیلالرحمن حقاني سره په لیدنه کې له یادې مرستې خبر ورکړی دی.
په دې لیدنه کې حقاني له پاکستان، ترکیې او ایرانه د افغان کډوالو جبري راستنېدو په اړه وویل چې دغه هېوادونه د افغان کډوالو سره د ناسم چلند او په غیرقانوني توګه یې د شتمنیو له ضبطولو لاس واخلي او د دوی انساني او بشري حقونو ته درناوی وکړي.
سرچینې دغه راز له اروپايي ټولنې راستنېدونکو ته د خیمو او سرپناه جوړولو په موخه د زیاتو مرستو غوښتنه وکړه او دوی ته یې د مرستو وېش په پروسه کې د حساب ورکولو او شفافیت ډاډ ورکړی دی.
سرچینې دغه راز زیاته کړې چې د اروپايي ټولنې سرپرستې د کډوالو چارو وزارت له لوري د راستنېدونکو کډوالو د ښه مدیریت او تنظیم ستاینه وکړه، ویې ویل چې موږ باید په ګډه او پوره همغږۍ په دې برخه کې کار وکړو.
سرچینې لیکلي چې رافیلا له پاکستانه اجباري راستنېدونکو سره د اروپايي ټولنې له ۱۴۲ میلیون یورو مرستې اعلان وکړ او ویې ویل چې دغه ټولنه په هر ډول شرایطو کې له یاد وزارت سره خپلې همکارۍ ته دوام ورکوي.
هغې ویلي چې ډېر ژر به د راستنېدونکو وضعیت له نږدې وڅېړي.
د یادونې ده، پاکستان د روان کال د نومبر له لومړۍ نېټې له دغه هېواده د افغان کډوالو د جبري ایستلو لړۍ پیل کړې او تر اوسه یې څه باندې ۴۰۰ زره افغانان ایستلي دي.
Views: 54
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن