ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندهار په میوند کې د ۲۵ میلیون افغانیو په لګښت د برېښنا د وېش شبکه جوړه شوه

د کندهار په میوند کې د ۲۵ میلیون افغانیو په لګښت د برېښنا د وېش شبکه جوړه شوه

author avatar
30 Nov 2023 - 16:40
د کندهار په میوند کې د ۲۵ میلیون افغانیو په لګښت د برېښنا د وېش شبکه جوړه شوه
author avatar
30 Nov 2023 - 16:40

کندهار (پژواک، ۹ لېندۍ ۱۴۰۲): د افغانستان برېښنا شرکت له لوري د کندهار میوند ولسوالۍ کې د ملالۍ میوندي له سب‌سټېشنه د برېښنا د وېش شبکه د ۲۵ میلیون افغانیو په لګښت ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

په دې اړه په میوند ولسوالۍ کې پرون ناوخته مراسم جوړ شوي وو چې د افغانستان د برېښنا شرکت عمومي رییس ترڅنګ ځینو نورو چارواکو، دیني عالمانو او قومي مشرانو ګډون کړی و.

د افغانستان برېښنا شرکت ویاند حکمت‌الله میوندي وایي چې په دې شبکه ۲۵ میلیون افغانۍ لګښت راغلی چې په لومړي سر کې به ۲۵۰۰ پېرودونکو ته څلور میګاواټه برېښنا ورکړي.

هغه زیاته کړه: «د ملالۍ میوندي توزیعي برېښنا شبکه چې جوړېدو یې څلور میاشتې وخت نیولی، په لومړي سر کې د کوز او بر میوند ۲۵۰۰ پېرودونکو ته ۴ میګاواټه برېښنا برابروي او له هغه وروسته به ۴۰۰۰ پېرودونکو ته دغه برېښنا ورسېږي.»

هغه زیاته کړه، یاده شبکه د میوند ولسوالۍ دوو بازارونو او اته کلو ته برېښنا رسوي چې خلک به په نوبتي شکل ترې برخمن وي.

د هغه په خبره، د دې شبکې ټولې چارې د افغان انجنیرانو له خوا ترسره شوي خو که چېرې دغه قرارداد کومې بهرنۍ کمپنۍ ته ورکړل شوی وای، ۵۰ میلیونه افغانۍ لګښت پررې راته.

د سیمي اوسېدونکي هم د یادې شبکې پر جوړېدو خوښ دي او وایي، ورته نورې پروژې هم باید عملي شي.

د میوند ولسوالۍ قومي مشر او حاجي بشر وایي، د میوند ولسوالۍ اوسېدونکو له اسلامي امارت سره په هره برخه کې ستونزې ګاللې او قربانۍ یې ورکړې نو اوس د دوی لپاره هم باید لازم کارونه ترسره شي.

هغه زیاته کړه: «د میوند د ولس قربانۍ له هیچا پټې نه دي، دې خلکو هر ډول تکلیفونه پر ځان وړي او د مجاهدینو ملاتړ یې کړی نو اوس د دوی لپاره هم خدمت کول پر ټولو لازم دي چې د برېښنا ترڅنګ نور کارونه هم ورته وشي.»

د دې ولسوالۍ یو بل قومي مشر سیداحمد وایي، د برېښنا له دې شبکې سره به ډېرو خلکو ته اسانتیاوې برابري شي؛ ځکه برېښنا هم د ژوند له ډېرو لویو اړتیاوو ده.

هغه وویل: «برق خو اوس مهال د ژوند یوه لویه اړتیا ده، نو دلته به خلک ډېر ورسره هوسا شي، فابریکې به جوړې شي، په کورونو کې به خلک په ډېرو برخو کې کار ځني واخلي، نو دا زموږ لپاره ډېر د خوشحالۍ ځای دی.»

د برېښنا شرکت مسوولین وایي، کندهار ته د ترکمستان وارداتي برېښنا چارې هم په چټکۍ روانې دي او په نږدې راتلونکي کې به یې کار پای ته ورسېږي خو دوی یې د دقیقې نېټې په اړه څه ونه ویل.

Views: 30

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.