کابل (پژواک، ۹ لېندۍ ۱۴۰۲): د افغانستان بانک وایي، ټول سوداګریز بانکونه او د بهرنیو بانکونو نمایندګۍ اړ دي چې د امریکایي ډالرو انفرادي حسابلرونکو ته په اونۍ کې زر امریکایي ډالر او د افغانۍ انفرادي حسابلرونکو ته په اونۍ کې ۷۰ زره افغانۍ ورکړي.
د افغانستان بانک خبرپاڼه کې راغلي، د هېوادوالو مالي ستونزو د حل او بانکي فعالیتونو او خدمتونو پر وړاندې کولو کې ټول سوداګریز بانکونه او د بهرنیو بانکونو نمایندګۍ د لاندې شرایطو پر پلي کولو مکلف دي.
سرچینې زیاته کړې، د امریکایي ډالرو انفرادي حساب لرونکو ته په اونۍ کې زر امریکايي ډالر او که چېرې په میاشت کې یوازې یو ځل د پیسو غوښتنه کېږي، پېرودونکو ته په میاشتني ډول ۳۰۰۰ امریکايي ډالر ورکول کېږي.
سرچینه زیاتوي، د افغانۍ انفرادي حسابلرونکو ته په اونۍ کې ۷۰ زره افغانۍ او که چېرې په میاشت کې یوازې یو ځل پیسې ایستل کېږي، پېرودونکو ته په میاشتني ډول ۲۵۰ زره افغانۍ ورکول کېږي.
د سرچینې په حواله، د دولتي او غیردولتي شرکتونو مشتریانو ته د سوداګریزو بانکونو له خوا د هغوی د امانتونو ۵ سلنه ورکول کېږي، په دغه شرط چې په میاشتني ډول له ۱۰۰ زره امریکايي ډالرو او یا یې په نورو اسعارو له معادل مبلغ څخه زیات نه شي.
دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې د امریکایي ډالرو انفرادي حساب لرونکو ته په اونۍ کې ۶۰۰ امریکایي ډالر ورکول کېدل او په میاشتني ډول یې ۲۰۰۰ امریکایي ډالر ترلاسه کولای شوای.
دغه راز د افغانۍ انفرادي حساب لرونکو ته په اونۍ کې ۵۰ زره افغانۍ ورکول کېدې خو په میاشت کې یې یوازې یو ځل له خپل حسابه ۲۰۰ زره افغانۍ اخیستلای شوې.
د سرچینې معلوماتو له مخې، د افغانستان بانک د خپلې ژمنې پر بنسټ هڅه کوي چې په دې برخه کې د خپلو هېوادوالو لپاره نورې اړینې اسانتیاوې برابرې او د بانکي نظام ټول فعالیتونه عادي حالت ته راوګرځوي څو په دې وسیله هېوادوالو ته د اغېزناکو خدمتونو ترڅنګ د لویو اقتصادي پروژو په تمویل او بیارغونه کې خپل مثبت رول ترسره کړي.
Views: 858
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن