Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

جاپان کې د امریکا د پوځ لوېدلې الوتکې اووه سپرلي لا هم نادرکه دي

کابل (پژواک، ۹ لېندۍ ۱۴۰۲): جاپان کې د «اسپرې» په نوم د امریکا متحده ایالتونو یوه الوتکه لوېدلې او له سپرلیو یې یو کس مړ او اووه نور نادرکه دي.

د امریکا غږ د راپور له مخې، د امریکا متحده ایالتونو هوايي ځواک ځانګړو عملیاتو قوماندانۍ ویلي چې دغه الوتکه پرون د جاپان د یوکاتا له هوايي ډګر بهر لوېدلې ده.

سرچینه زیاتوي چې د دې الوتکې اووه سپرلي نادرکه دي، خو يو کس یې د «یوکوشیما» جزيرې په اوبو کې د بې‌هوښۍ په حالت کې موندل شوی او وروسته يې ساه ورکړې ده.

په راپور کې راغلي، د ژغورنې ډلو د پاتې نورو کسانو موندلو په موخه د جاپان اوبو په سواحلو کې لټون پيل کړی دی.

سرچینه زياتوي، امریکایي چارواکو ویلي چې د الوتکې لوېدو لامل نه دی څرګند او په اړه يې څېړنې روانې دي، خو له بېړنو حالاتو سره د مبارزې جاپانۍ ادارې یوه مامور ویلي چې د الوتکې یوه ماشین اور اخیستی و.

په راپور کې راغلي چې له دې مخکې هم د اسپرې الوتکې له ځینو مرګونو پېښو سره مخ شوې؛ د اګسټ په میاشت کې په استرالیا کې یوه الوتکه لوېدلې وه چې په کې د امریکا درې سرتېري مړه شوي وو، تېر کال د ناټو د تمریاناتو پر مهال د اسپرې یوه الوتکه وغورځېده چې څلور امریکايي عسکر په کې مړه شول او په  ۲۰۱۷ کال کې د اسپرې یوه بله الوتکه د کېناستو پر مهال له بېړۍ سره وجنګېده او څلور تنه په کې مړه شول.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.