میمنه (پژواک، ۹ لېندۍ ۱۴۰۲): فاریاب کې سیمهییزې سرچینې وايي چې د دغه ولایت په دولتاباد او بلچراغ ولسوالیو کې یوې ۱۲ کلنې نجلۍ او یوه ۲۵ کلن ځوان ځانوژنه کړې ده.
د فاریاب د امنیې قوماندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې مدیریت مرستیال داملا معاوض تېر ماښام د دغو قضیو په تایید پژواک خبري اژانس ته وویل، نن له غرمې وروسته د دولتاباد ولسوالۍ د تختهفلوردي سیمې اوسېدونکې د شایستې په نوم یوې ۱۲ کلنې نجلۍ ځان راځړولی او خپل ژوند یې پای ته رسولی دی.
معاوض د شایستې د ځانوژنې انګیزه کورنۍ تاوتریخوالی بولي او زیاته یې کړه چې د قضیې په اړه څېړنې روانې دي.
ورته مهال، د دینمحمد په نوم یوه ۲۵ کلن ځوان د بلچراغ ولسوالۍ د کولیان سیمې اوسېدونکي تېره ورځ له غرمې مخکې شاوخوا ۱۰ بجې په یوه باغ کې ځان راځړولی دی.
د فاریاب د امنیې قوماندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې مدیریت مرستیال وویل چې د دې ځانوژنې انګیزه لا نه ده روښانه، خو څېړنې روانې دي.
Views: 18
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن