سرپل (پژواک، ۱۱ لېندۍ ۱۴۰۲): سرپل کې د پوهنې مسوولین وايي، د دغه ولایت په سانچارک ولسوالۍ کې د یوه سوداګر له خوا د سل زره ډالرو په لګښت یوه ښوونځي ته ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د سرپل د پوهنې رییس مولوي محمدرحماني د دغه ښوونځي د پرانیستې مراسمو کې وویل، د خوښۍ ځای دی چې یو ملي سوداګر سیدشاه حسیني، د دغه ولایت د سانچارک ولسوالۍ په چاروح کلي کې چې خپل کلی یې هم دی، یو اساسي او پوخ منځنی ښوونځی جوړ کړی دی.
هغه زیاته کړه، دا یو پوړییز ښوونځی نهه درسي ټولګي، یوه اداره، یوه پیرهدارخونه، حمام، تشناب او یو احاطوي دېوال لري.
هغه زیاته کړه: «د دغه ښوونځي نوم فاطمه زهرا سلامالله علیها دی چې د شپږو میاشتو په موده کې جوړ شوی او سل زره ډالر لګښت پرې راغلی چې ټول لګښت یې د یاد سوداګر له خوا ورکړل شوی دی.»
هغه وویل، د یاد ښوونځي زدهکوونکو به په خېمو یا جومات کې درسونه لوستل خو اوس یې دغه ستونزه نوره هواره شوه.
د رحماني په خبره، یاد ښوونځی پر ۱۲۰۰ متره مربع ځمکه جوړ شوی او ځمکه هم د یاد سوداګر له لوري وقف شوې ده.
دغه راز د سرپل د پوهنې رییس هم وویل، روان کال کې په دغه ولایت کې درې ښوونځي جوړ شوي دي.
د چاروح کلي یوه اوسېدونکي محمد وویل: «ډېر خوښ یم چې زموږ په کلي کې ښوونځی جوړ شوی، مخکې به مو اولادونو په خېمو او یا جومات کې درسونه ویل چې د ګرمۍ او سړو له امله له ډېرو ستونزو سره مخ وو.»
د سیمې یوه بل اوسېدونکي علي هم له پانګوالو او سوداګرو وغوښتل چې په لرو پرتو سیمو کې ټولګټې پروژې پلې کړي.
د سرپل د پوهنې ریاست معلوماتو له مخې، په دغه ولایت کې ۳۱۱ ښوونځي دي چې سل یې ودانۍ نه لري، له دې ډلې د ۳۱ ښوونځیو زدهکوونکي تر خېمو لاندې او د ۶۹ ښوونځیو زدهکوونکي په کرایي کورونو او یا جوماتونو کې زدهکړې کوي.
Views: 15
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن