ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

فراه کې کوچیان خپلو څارویو ته د خوراکي توکو برخه کې د مرستې غوښتنه کوي

فراه کې کوچیان خپلو څارویو ته د خوراکي توکو برخه کې د مرستې غوښتنه کوي

author avatar
2 Dec 2023 - 11:59
فراه کې کوچیان خپلو څارویو ته د خوراکي توکو برخه کې د مرستې غوښتنه کوي
author avatar
2 Dec 2023 - 11:59

فراه (پژواک، ۱۱ لېندۍ ۱۴۰۲): فراه کې یو شمېر کوچیان وایي چې د وچکالیو له امله یې څاروي له لوږې سره مخ دي او که حکومت او مرستندویې ادارې مرستې ورسره ونه کړي، نو ښايي خپل ټول څاروي له لاسه ورکړي.

د فراه د مرکز اړوند خیراباد سیمه کې مېشت یوه کوچي عبدالرحیم پژواک خبري اژانس ته وویل: «دلته کوچیان ډېرې ستونزې لري، څرځایونه نشته، پروړه او وربشې نشته، موږ له حکومته غواړو چې له کوچیانو سره مرسته وکړي؛ ځکه دا شل کاله له موږ سره مرسته نه ده شوې.»

هغه زیاته کړه، دا چې په سیمه کې وچکالي ده نو کوچیان اړ دي چې خپلو پسونو ته خوراکي توکي په پیسو وپېري، خو دوی دغه توان نه لري.

نوموړي وویل چې حکومت او موسسې دې له دوی سره د څارویو خوراکي توکو په برخه کې مرستې وکړي.

د هغه په خبره چې افغانستان پر مالدارۍ ولاړ دی، که مرسته ورسره ونه شي نو شته پسونه به هم له لاسه ورکړي.

یوه بل کوچي میراقا چې د هرات له شینډنډ ولسوالۍ راغلی، هم ورته څرګندونې وکړې، ویې ویل، ۶۰۰ پسونه یې درلودل خو اوس ۱۰۰ پسونه ورپاتې دي، که مرستې ورسره ونه شي دا به هم له لاسه ورکړي.

هغه زیاته کړه: «دښتې واښه نه لري، موږ چې په هر ځای کي مېشتېږو، مجبور یو چې پسو ته واښه په پيسو واخلو، که چېرې د پروړې او نورو خوراکي توکو مرسته راسره ونه شي، نو ډېر کوچیان به خپل پسونه له لاسه ورکړي.»

میراقا هم له حکومت او موسسو غوښتنه وکړه چې له دوی سره مرسته وکړي.

بلخوا د فراه د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست هم د کوچیانو یادې ستونزې مني.

د فراه د کرنې ریاست د حیواني روغتیا مدیر جاوېد صدیقي وایي: «د خوړو برخه کې له کوچیانو سره مرسته نه ده شوې، خو د درملنې برخه کې مو مرسته کړې ده، د هغوی حیوانات واکسین شوي، همدا ډول مو د کوچیانو غږ تر مرستندویه ادارو رسولی.»

صدیقي پژواک ته وویل، کوچیان د وچکالۍ له امله له ستونزو سره مخ دي، خو په خبره یې، د هغوی دا ستونزه یې له وزارت سره شریکه کړې ده.

هغه زیاته کړه، د څارویو خوراکي توکو برخه کې یو شمېر موسسو د مرستې ژمنه کړې او په نږدې راتلونکي کې به څلورو ولسوالیو جوین، اناردره، بالابلوک او ګلستان کې له کوچیانو سره مرسته وشي.

د کرنې ریاست د معلوماتو له مخې، د فراه په مرکز او ولسوالیو کې له ۷۰ تر ۸۰ زره کوچیان ژوند کوي.

Views: 42

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.