Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

برېښنا شرکت: نن تر مازدیګره به وارداتي برېښنا ۵۰ سلنه کمه وي

کابل (پژواک، ۱۲ لېندۍ ۱۴۰۲): د برېښنا شرکت وایي چې د ازبکستان وارداتي برېښنا به په دغه هېواد کې د برېښنا تاسیساتو د ترمیم او اساسي رغونې له امله نن تر مازدیګره په کابل او اړوندو ولایتونو کې ۵۰ سلنه کمه وي.

د افغانستان برېښنا شرکت په یوه اعلامیه کې ویلي، ټاکل شوې د ازبکستان وارداتي برېښنا په دغه هېواد کې د برېښنا تاسیساتو د ترمیم او اساسي رغونې په موخه د یکشنبې په ورځ (د لېندۍ ۱۲مه) یوازې د نن ورځې د مازدیګر تر پنځو بجو پورې ۵۰ سلنه کمه شي.

دغه شرکت زیاته کړې چې له امله به یې د کابل صنعتي پارکونو، خلم او خنجان سب سټیشنونو سربېره د سمنګان، پروان، کاپیسا، پنجشير، ننګرهار، لغمان، غزني، میدانإوردګ، لوګر، پکتیا او خوست ولایتونو کې د برېښنا پرچاوي ډېره وي.

د راپورونو له مخې، د افغانستان ۸۰ سلنه برېښنا وارداتي او ۲۰ سلنه یې له کورنیو سرچینو برابرېږي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.