مزارشریف (پژواک، ۱۲ لېندۍ ۱۴۰۲): د بلخ مرکز مزارشریف ښار اوسېدونکي په دغه ښار کې د تمځایونو له نشتوالي شکایت کوي او وایي چې له امله يې بېنظمي او ترافيکي ګڼهګوڼه ډېره شوې ده.
د دوی په خبره، د مزارشریف ښار روضې شاوخوا سړکونو کې د موټرو بېځایه درېدل، خپلسرې اډې، د لاسي پلورونکو او کراچیو شتون په دغه ښار کې د بېنظمۍ او ګڼېګوڼې لامل شوي دي.
د مزارشریف ښار اوسېدونکي فیاض حمیدي له پژواک خبري اژانس سره خبرو کې وویل، ښار کې د موټرو بېځایه درېدل او د ریکشاوو زیاتوالی د بېنظمۍ او ګڼهګوڼې ډېرېدو لامل شوي دي.
هغه وایي: «بېنظمي او ګڼهګوڼه ډېره ده، ناروغ پر وخت روغتون ته نه رسېږي، د خلکو ورځنیو چارو کې ځنډ او ورسره ګڼې نورې ستونزې له دې امله رامنځته شوې دي.»
حمیدي له حکومتي مسوولینو د دې ستونزې د هواري غوښتنه کوي.
د مزارشریف ښار یو بل اوسېدونکی احسانالله هم وایي، د ښار عمومي واټونو او سړکونو کې خپلسرې اډې جوړې شوې چې ورسره ګڼهګوڼه او بېنظمي ډېره شوې ده.
احسانالله زیاتوي چې لیني موټرو ته باید ځانګړې اډې جوړې شي، موټرچلوونکي د موټرو له ډبل پارک کولو منع شي څو ښاري نظم رامنځته شي.
سیدظاهر پویا هم ورته څرګندونې کوي خو په دې برخه کې د خلکو او موټرچلوونکو همکاري مهمه بولي.
هغه وایي چې موټرچلوونکي باید پر عمومي سړکونو او واټونو د موټرو له درولو ډډه وکړي څو ښار کې ګڼهګوڼه رامنځته نه شي.
دغه راز د مزارشریف ښار ځیني نور اوسېدونکي هم شکایت کوي چې د موټرو لپاره د تمځایونو نه شتون ښار کې بېنظمي ډېره کړې او له حکومتي مسوولینو غواړي څو په دې برخه کې جدي اقدامات ترسره کړي.
بلخوا د مزارشریف ښاروالۍ مسوولین د خلکو دغه ستونزې مني خو د حل ډاډ يې ورکوي.
د مزارشریف ښاروال محمدکاظم طارق وایي چې د خلکو ستونزو د حل په موخه به لیني موټرو ته اډې او شخصي موټرو ته ځانګړې تمځایونه جوړ کړي.
دغه ستونزې په داسې کې د خلکو له خوا مطرح کېږي چې مزارشریف ښار کې ډېری لوی او واړه سوداګریز مارکېټونه له تمځایونو پرته جوړ شوي او هټۍوال اړ دي څو خپل موټر د سوداګریزو مارکېټونو مخې ته ودروي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP