ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بامیان کې د ښځو لپاره یو ځانګړی سوداګریز مرکز پرانیستل شو

بامیان کې د ښځو لپاره یو ځانګړی سوداګریز مرکز پرانیستل شو

author avatar
4 Dec 2023 - 18:00
بامیان کې د ښځو لپاره یو ځانګړی سوداګریز مرکز پرانیستل شو
author avatar
4 Dec 2023 - 18:00

بامیان (پژواک، ۱۳ لېندۍ ۱۴۰۲): بامیان کې مسوولین وايي چې د دغه ولایت په مرکز کې د ۵۶ میلیون افغانیو په لګښت د ښځو یو ځانګړی سوداګریز، فرهنګي او تفریحي مرکز ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

په بامیان کې د یوان‌اچ‌سی‌ار ولایتي دفتر رییس محمد نیازي پژواک خبري اژانس ته وویل، یو سوداګریز او د سیمه‌ییزو تولیداتو مرکز چې د ښځو اړوند دی، نن د د دغه ولایت په مرکز کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ(UNHCR) په مالي ملاتړ ګټې اخیستنې ته وسپال شو.

هغه زیاته کړه، د ښځو اړوند دغه روزنیز او سوداګریز مرکز د بامیان د مرکز په «دشت عسی‌خان» سیمه کې د «فامیلي باغ» تر نوم لاندې د ۵۶ میلیون افغانیو په لګښت جوړ شوی دی.

هغه څرګنده کړه چې دغه سوداګریز مرکز پر نهه جریبه ځمکه جوړ شوی چې د حرفوي زده‌کړو یو مرکز، د سیمه‌ییزو تولیداتو د پلور لپاره د ۲۰ هټیو یو بازارګی، هوټل، د ښه راغلاست سالون، شنه سیمه او تفریحي پارک لري.

په ورته مهال، د بامیان والي مولوي عبدالله سرحدي د دغه مرکز د پرانیستې په مراسمو کې وویل، د اسلامي امارت په راتلو سره په دغه ولایت کې د بشري خدمتونو وړاندې کولو او پراختیايي پروژو د تطبیق زمینه برابره شوې او ټولې ملي او نړۍوالې موسسې کولای شي په پوره ډاډ سره خپلې پراختیايي او زېربنايي پروژې پلې کړي.

هغه زیاته کړه چې په راتلونکي کې به د دغه سوداګریز مرکز له لارې د بامیان سیمه‌ییزه اداره هڅه وکړي څو د اسلامي ارزښتونو په چوکاټ کې د سوداګرو ښځو فعالیتونو ته وده وکړي.

دغه راز، ګټې اخیستنې ته د دغه مرکز سپارل، سوداګرې ښځې دې ته هیله منې کړې څو راتلونکي کې وکولای شي لا ډېر فعالیت وکړي.

د سیمه‌ییزو تولیداتو یوې پلورونکې رحیمې وویل چې د ښځو لپاره د دغه ډول مرکزونو جوړېدل، د دې لامل کېدای شي چې په راتلونکي کې د لاسي صنایعو د تولیداتو او پلور ډېر شي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.