اسعداباد (پژواک، ۱۳ لېندۍ ۱۴۰۲): د کونړ غازياباد ولسوالۍ اړوند د څلورو لرو پرتو سیمو اوسېدونکو په خپل شخصي لګښت د ۲۰۰ کیلومتره سړک جوړولو چارې پیل کړې دي.
د دغه سړک جوړېدو چارې د غازياباد ولسوالۍ اړوند د هیلګل، درین، کاسګل او مریت سیمو خلکو پيل کړې چې له دې مخکې یې د سړک نشتوالي له امله ژوند له سختو ستونزو سره مخ و.
د یادې ولسوالۍ مریت درې اوسېدونکی عینالله پژواک خبري اژانس ته وویل چې په دې دره کې تر لس زره ډېر خلک ژوند کوي او د سړک نشتوالي له امله له سختو ستونزو سره مخ دي.
هغه وایي چې حکومت د یادو سيمو د خلکو ستونزو ته پام نه دی کړی، اوس خلک خپله اړ شول چې په خپل لګښت او د حشر په بڼه د سړک جوړولو لپاره ملا وتړي.
هغه دغه راز وویل: «زموږ سیمه کې کلونه کلونه جګړې تېرې شوې دي، د نورو پرمختیایي چارو ترڅنګ د سړک له نعمته بې برخې یو، ناروغان په ډېر په تکلیف تر روغتونه رسوو، د خوراکي توکو بیې نږدې دوه برابره لوړې راته تمامېږي، دې هر څه مجبور کړو چې په خپله لاس په کار شو او ځان ته سړک جوړ کړو.»
د یادې ولسوالۍ د درین سیمې یو اوسېدونکی فاتحالله هم وایي، له دې مخکې د سړک نشتوالي له امله له ګڼو ستونزو سره مخ وو او له مرستندویو بنسټونو غواړي چې د دغه سړک جوړېدو برخه کې مرسته ورسره وکړي.
هغه وویل: «له موږ سره دې د سړک په جوړولو کې مرستې وشي؛ ځکه دا یوه غرنۍ سیمه ده او د سړک جوړول په کې اسانه نه دي، موږ د یوې تړې له مخې اوس د کور پر سر هره میاشت د خپل وس په اندازه پیسې راټولوو، هغه کسان چې دندې لري، کاروبار لري، له هغوی زیاتې اخلو او هغوی چې څه نه لري، په سړک کې په فزیکي ډول کار کوي.»
له بلې خوا، د کونړ د ټولګټو رییس قاري قدرتالله معاذ د یادو سیمو خلکو دغه اقدام ستایي او وایي چې دغه ریاست به د یاد سړک جوړېدو کې هر ډول مرسته وکړي.
هغه وویل: «ولایتي ادارې د خپل وس په اندازه مرسته ورسره کړې او لا به هم ورسره همکاري کوو، موږ به د یادې سیمې له خلکو سره په همغږۍ دغو لرو پرتو درو ته سړکونه وغځوو څو د خلکو شته ستونزې هوارې شي.»
هغه دغه راز وایي، هڅې یې پیل کړې څو د ولسي خلکو په مرسته د یاد ولایت نورو لرو پرتو سیمو ته هم سړکونه جوړ کړي.
Views: 146
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن