Language

جاپان له افغانستان سره څه باندې ۵۸ میلیون ډالر مرسته اعلان کړه

کابل (پژواک، ۱۳ لېندۍ ۱۴۰۲): کابل کې د جاپان سفارت وايي، هېواد یې له افغانستان سره ۵۸،۴ میلیون امریکايي ډالر مرسته کوي.

کابل کې د جاپان سفارت نن پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې دا مرسته به د نړۍوالو بنسټونو، ملګرو ملتونو ادارو او د جاپاني غیردولتي موسسو له خوا اړمنو افغانانو ته ورسول شي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، له دې مرستې سره د ۲۰۲۱ کال د اګسټ له میاشتې له افغانانو سره د دغه هېواد مرسته  ۴۴۷ میلیون امریکایي ډالرو ته رسېږي.