کابل (پژواک، ۱۳ لېندۍ ۱۴۰۲): د افغانستان د پاسپورټ لوی ریاست د پاسپورټونو د وېش بهیر بیا درېدو په اړه په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي خبرونه ردوي او وایي چې د پاسپورټونو وېش په عادي ډول روان دی.
ځينو کسانو پر ټولنیزو پاڼو د پارسپورټ ریاست له قوله لیکلي چې په سيسټم کې د يو لړ تغييراتو راوستو په موخه د پاسپورټونو وېش تر بل امر پورې وځنډېد.
خو د افغانستان د پاسپورټ ریاست نن پر خپله اېکسپاڼه لیکلي: «د پاسپورټ ریاست د بندېدو په تړاو په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي خبرونه حقیقت نه لري.»
سرچینې زیاته کړې چې د پاسپورټونو د وېش بهیر په ټول هېواد کې په عادي او نورمال ډول روان دی او هره ورځ زرګونه کسانو ته پاسپورټونه وېشل کېږي.
د پاسپورټ ریاست ویاند نورالله پتمن په یو ویډیويي کلیپ کې ورته څرګندونې کړې او ویلي یې دي، هڅې روانې دي څو د پاسپورټ د وېش برخه کې نورې اسانتیاوې رامنځته شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP