پاراخ (پژواک ۱۳ لېندۍ ۱۴۰۲): د پنجشېر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د دغه ولایت په عنابه او شتل ولسوالیو کې د ۳۷۴ زره امریکایي ډالرو په لګښت د لسو ټولګټو پروژو بشپړېدو خبر ورکوي.
د پنجشېر د اطلاعاتو او فرهنګ رییس نصرالله ملکزاده پژواک خبري اژانس ته وویل، په یادو پروژو کې د پنجشېر سیند غاړو ته د استنادي دېوالونو، د اوبو لګولو کانالونو سربند او د کرنیزو کانالونو جوړول شامل دي چې نږدې اووه میاشتې مخکې یې کار پيل شوی و او اوس ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
هغه وویل، یادې پروژې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (FAO) په مالي مرسته پلې شوې دي.
ملکزاد زیاته کړه، د یادو کانالونو په جوړېدو د سلګونه کرنیزو ځمکو د لا ښې خړوبېدو زمینه برابره شوې ده.
د شتل ولسوالۍ د زمانکور کلي یوه کروندګر امین د یادو پروژو پر پلې کېدو خوښي څرګنده کړه او د یادو استنادي دېوالونو په اړه یې وویل: «۱۵ کاله مخکې خلکو له حکومته د دغو استنادي دېوالونو جوړېدو غوښتنه کړې وه، هر کال به د پنجشېر سیند د اوبو لوړېدو له امله د خلکو ځمکو ته زیان رسېده.»
پنجشېر د هېواد غرنی ولایت دی او ډېر شمېر اوسېدونکي یې په کرنه او مالدارۍ بوخت دي.
Views: 19
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن