[restrict paid=”true”]
اټلانټا (پژواک، ۱۳ لېندۍ ۱۴۰۲): پښتونژغورنې غورځنګ ویلي چې پاکستاني پولیسو د دې ډلې د مشر منظور پښتین د موټرو پر کاروان ډزې کړې او بیا یې نیولی دی.
د دغه غورځنګ له خوا د لېندۍ په ۱۳مه د شپې ناوخته یوه خبرپاڼه کې راغلي چې د غورځنګ مشر منظور پښتين د بلوچستان له چمن څخه د تربت سیمې ته روان و چې د چمن او کويټې ترمنځ سیمه کې د امنیتي کسانو له خوا ونیول شو.
سرچینې د منظوراحمد پښتین نیول غندلي او دا یې له قانونه سرغړونه بللې ده.
بلخوا دغه غورځنګ د سه شنبې په ورځ ټول پاکستان، امریکا، اروپا او نورو هېوادونو کې د پښتین د نیول کېدو غبرګون کې د سترو لاریونونو اعلان کړی دی.
د پاکستان رسنیو خبر ورکړی چې د غورځنګ کسانو په یوه پوسته کې پر امنیتي کسانو ډزې کړې وې چې وروسته منظور پښتین نیول شوی دی.
خو غورځنګ دا ادعا رد کړې او وایي چې امنیتي کسانو له چمن سره نږدې د دوی د موټرو پر کاروان ډزې کړې، پښتین ژغورل شوی خو دوه ښځې ټپیانې شوې دي.
د یادونې ده، منظور پښتین له تېرې اونۍ راهیسې د چمن په هغه پرلت کې برخه اخیستې وه چې افغانستان ته له پاسپورټ پرته د تګ راتګ غوښتنې لپاره وهلی شوی دی.
دغه راز ټاکل شوې وه هغه د بلوڅانو په هغه پرلت کې هم ګډون وکړي چې د ورک شوو کسانو پر ضد یې وهلی دی.
[/restrict]
Views: 651
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن