Language

لغمان کې د یوه استنادي دېوال جوړېدو چارې پیل شوې

مهترلام (پژواک، ۱۴ لېندۍ ۱۴۰۲): سیمه‌ییز مسوولین وایي، د لغمان ولایت په قرغیو ولسوالۍ کې د چاپان هېواد په مالي ملاتړ د ۱۵۵ زره امریکایي ډالرو په لګښت د یوه استنادي دېوال جوړېدو چارې پیل شوې.

د لغمان والي قاري زین‌العابدین د یادو څرګندونو ترڅنګ پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه دېوال د قرغیو ولسوالۍ اړوند حسین‌اباد سیمه کې جوړېږي.

د هغه په خبره، دغه دېوال د ډرونټې د ډنډ په کاسه کې جوړېږي چې پنځه سوه متره اوږدوالی لري او له جوړېدو سره به یې د زرګونه جریبه کرنیزې ځمکې د تخریب مخنیوی وشي.

د یادې سیمې یو قومي مشر ملک هجرت‌الله وایي: «هر کال د اوبو ډېروالي له امله زموږ سلګونه جریبه کرنيزه ځمکه سیند لاندې کوي او حاصلات راته له منځه وړي، خوښ یم چې د دولت له خوا د یاد استنادي دېوال جوړېدو چارې پیل شوې.»

هغه وایي چې په دغه سیمه کې لا هم زرګونه جریبه نوره ځمکه د سیند وړلو له ګواښ سره مخ ده، حکومت او خیریه بنسټونه دې په دې سیمه کې لا زیات استنادي دېوالونه جوړ کړي.

Related Topics