Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د غزني ښار د واټونو نومونې او کوڅو او کورونو ته د نمبرونو ورکولو لړۍ پیل شوه

غزني‌ښار (پژواک، ۱۴ لېندۍ ۱۴۰۲): د غزني ښاروالي وايي چې د یوه خصوصي شرکت په همکارۍ د دغه ښار ټولو کوڅو، کورونو او سړکونو ته نمبرونه او نومونه ورکوي او وروسته یې ګوګل ته پورته کوي څو خلکو ته د ادرسونو په موندلو کې اسانتیا رامنځته شي.

د غزني ښاروال مولوي محمدنبي حمزه رسنیو ته وویل، په راتلونکي یوه کال کې به د ښار د ټولو ناحیو کورونه، سړکونه او کوڅې په ځانګړو نومونو او نمبرونو سره نوموي او لوحې به ورته لګول کېږي.

نوموړي زیاته کړه، د اوس لپاره په غزني ښار کې د ۶۰ زره کورونو، دوکانونو او کوڅو د نمبرونو او نومونو لوحو لګول پیل شوي چې د دې لپاره هر کور او هټۍ ۱۵۰ افغانۍ ورکوي.

هغه زیاته کړه، دا پروژه به د یو کال موده کې بشپړه شي او دغه لړۍ به په راتلونکي کال کې د ښار د ټولو ناحیو د کورونو، دوکانونه او دغه راز د سړکونو او کوڅو د لوحو تر نصبولو پورې دوام ومومي او له ګوګل سره به د انلاین ادرسونو په بڼه هم وصل شي.

ښاغلي حمزه وویل: «وروسته به دغه سیسټم الکټرونیک او ډیجیټلي شي او موخه مو له دې پروژې دا ده چې خلکو ته د ادرسونو، ځایونو او پتو په موندنه کې اسانتیا رامنځته شي، دا به ټول ګوګل ته پورته کېږي او لوکېشن به یې ګوګل کې وي، که څوک غواړي خپل دوست ته د خپل کور او ځای لوکېشن او ادرس ور واستوي، نو کولای شي چې لېنک یې ورولېږي، څو د همدې په تعقیب ادرس په اسانۍ پیدا کړي.»

هغه زیاته کړه، دغه کار د ادرسونو ورکولو پر مهال د ټیلېفوني لګښتونو کمېدو، د جرایمو کچې ټیټېدو او د دقیق موقعیت له لارې د پېښو پر مهال د اطفاییو او امبولانسونو پر وخت رسېدو کې اغېزناک تمامېږي.

غزني ښاروالۍ له ښاریانو غواړي چې د لوحو په ساتنه او د ښاري فرهنګ په دودولو کې ورسره همکاره وکړي.

ورته مهال، د غزني ښاریان خوښي څرګندوي او وایي، په دغه کار سره به د ادرس موندنې برخه کې له تکلیفه خلاص شي او اساني به ورته رامنځته شي.

د غزني یوه اوسېدونکي عبدالولي پژواک ته وویل، دوی چې کله خپلو دوستانو او خپلوانو ته د کور یا ځای ادرس ورکوي نو تر نیمایي لارو خپله ورځي او په خبره یې، د مشخص ادرس له نشتوالي مېلمه لاس نیولی کور ته راولي.

د یادونې ده، مخکي له دې د غزني ښار کې خلکو د مشخصو ادرسونو نشتوالي له امله له ډېرو ستونزو سره لاس او ګرېوان وو.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.