ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ناروې کمېټه یو شمېر ولایتونو کې لس سړې خونې جوړوي

ناروې کمېټه یو شمېر ولایتونو کې لس سړې خونې جوړوي

author avatar
5 Dec 2023 - 11:28
ناروې کمېټه یو شمېر ولایتونو کې لس سړې خونې جوړوي
author avatar
5 Dec 2023 - 11:28

کابل (پژواک، ۱۴ لېندۍ ۱۴۰۲): د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وايي چې ناروې کمېټه په لسو ولایتونو کې دوه چک‌ډیمونه او لس سړې خونې جوړوي.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، افغانستان کې د ناروې کمېټې چارواکو د کرنې په سکټور کې خپلې نوې پروژې د همغږۍ په موخه د یاد وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني ته وړاندې کړې.

سرچینې لیکلي، د یادې کمېټې مسوولینو ویلي، دوی د افغانستان په لسو ولایتونو کې دوه چک‌ډیمونه او لس سړې خونې جوړوي.

سرچینې زیاته کړې، دا پروژه د ناروې کمېټې له خوا د خوړو خوندیتوب، د طبیعي پېښو خطرونو کمولو او حرفوي زده‌کړو برابرولو په موخه پلې کېږي.

سرچینه زیاتوي، له یادو پروژو به شاوخوا ۵۰ زره کسان په مستقیم او ۱۵۰ زره کروندګر په غیرمستقیم ډول ګټه پورته کړي، دغه راز، د دغو پروژو په پلې کېدو به پر درې زره بزګرانو اصلاح شوي تخمونه هم ووېشل شي.

سرچینې همدارنګه ویلي، په دې لیدنه کې د یاد وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستيال مولوي صدراعظم عثماني په افغانستان کې د زېربنايي او پايداره پروژو پر پلې کېدو ټينګار وکړ.

دی وايي، د مرستندویه بنسټونو له خوا تر ډېره لنډمهاله او هغه پروژې چې اغېزمنتیا یې ډېره کمه وي، پلي کېږي چې نه شي کولی د خلکو ستونزې حل کړي.

هغه زیاتوي: «زموږ غوښتنه دا ده چې ډېری بنسټونه او ادارې دې د هېواد د بزګرانو او مالدارانو لپاره دوامداره زیربنایي پروژې پلې کړي او پروژې له بېړني حالته راووځي او د پرمختیایي پروژو پلې کولو ته دې مخه کړي.»

دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې د افغانستان د ځینو ولایتونو کروندګرو د خپلو تولیداتو ساتلو په موخه له حکومت او مرستندویه ادارو د سړو خونو جوړولو غوښتنه کړې ده.

Views: 43

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.