کابل (پژواک، ۱۴ لېندۍ ۱۴۰۲): د اقتصادي کمېسیون تخنیکي کمېټې د برېښنا پنځهکلن پراختیایي پلان په پرنسیپ کې تایید کړی چې له مخې به یې په راتلونکو پنځو کلونو کې د هېواد په کچه د ۳،۸ میلیارده ډالرو په لګښت د برېښنا د تولید شاوخوا ۲۰۰ بېلابېلې پروژې بشپړې شي.
د اقتصادي معاونیت خبرپاڼه کې راغلي چې د اقتصادي کمېسیون تخنیکي کمېټې خپله نوبتي غونډه ترسره کړه.
سرچینې لیکلي، دې غونډې ته د اوبو او برېښنا وزارت له لوري د برېښنا سکټور پنځهکلن پراختیايي پلان د بحث لپاره وړاندې شوی و چې له هر اړخیزې ارزونې وروسته په پرنسیپ کې تایید او د منظورۍ لپاره به اقتصادي کمېسیون ته وړاندې شي.
خبرپاڼه کې زیاته شوې، د دغه پنځهکلن پلان پر اساس به په راتلونکو پنځو کلونو کې د ۳،۸ میلیارده ډالرو په ارزښت د برېښنا د تولید شاوخوا ۲۰۰ بېلابېلې پروژې بشپړې شي چې له مخې به یې افغانستان د برېښنا تولید برخه کې پر ځان بسیاینې ته نږدې شي.
سرچینه کې راغلي، په دې غونډه کې د افغانستان د غالیو تولیدوونکو او صادروونکو اتحادیې د ځمکو وېش په اړه د صنعت او سوداګرۍ وزارت په مشرۍ یوې ګډې کمېټې ته دنده وسپارل شوه څو یاده موضوع په هر اړخیز ډول وڅېړي او خپل راپور د دې کمېټې راتلونکې غونډې ته وړاندې کړي.
دغه راز، په دې غونډه کې د عدلیې، مالیې، کانونو او پټرولیم او اوبو او برېښنا وزارتونو له استازو جوړې شوې کمېټې ته دنده وسپارل شوه څو د افغانستان برېښنا شرکت، افغان ګاز تصدۍ او بیات پاور ترمنځ له طبیعي ګازه د برېښنا د تولید درې اړخیز تړون په هر اړخیز ډول وڅېړي او خپل راپور د دې کمېټې راتلونکې غونډې ته وړاندې کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP