ترینکوټ (پژواک، ۱۵ لېندۍ ۱۴۰۲): د اروزګان امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په چارچینو او چنارتو ولسوالیو کې یې د نشهيي توکو د پروسس او تولید یوه کارخونه او یو پټنځای کشف کړي او له منځه وړي دي.
د اروزګان د امنیې قوماندانۍ ویاند بلال اروزګاني پژواک خبري اژانس ته وویل چې د دې قوماندانۍ د نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو تېره شپه د چارچینو ولسوالۍ په یخدان سیمه کې د نشهیي توکو د پروسس یوه کارخونه له منځه وړې ده.
هغه زیاتوي چې له دې کارخونې شاوخوا ۲۵۰ کیلوګرامه له ومان پروسس شوي د سود په نوم نشهیي توکي، ۲۰۰ کیلوګرامه هاک، سل لېتره ډېزل او د پروسس لپاره کارول شوي وسایل ترلاسه شوي دي.
هغه دغه راز وایي چې د دغه ولایت په چنارتو ولسوالۍ کې یې د یوه کور دننه هغه پټنځای هم له منځه وړی چې څه باندې نهه سوه کیلوګرامه ومان په کې د پروسس لپاره ساتل کېدل.
د نوموړي په وینا چې په دې تړاو څوک نه دي نیول شوي.
Views: 14
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن