کابل (پژواک، ۱۵ لېندۍ ۱۴۰۲): د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالتونو ځانګړی استازی وایي، د پاکستان په ګډون څلورو هېوادونو ته خپل سفر پيلوي او هلته به له خپلو شریکانو سره د کډوالو خوندیتوب او بیامېشتېدنې ترڅنګ پر نور بېلابېلو موضوعاتو خبرې وکړي.
له څه باندې یوې میاشتې راهیسې پاکستان د افغان کډوالو ایستلو ته زور ورکړی او ګڼ شمېر افغانان یې په زور ایستلي دي.
درې ورځې مخکې د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهره بلوڅ ویلي وو، له دغه هېواده په زور د افغان کډوالو پر ایستلو او هلته امریکا ته د تلو په تمه اوسېدونکو افغانانو پر موضوع د خبرو لپاره یو لوړپوړی امریکایي پلاوی اسلاماباد ته سفر کوي.
د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالتونو ځانګړي استازي توماس وېسټ پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې د روانې ډسمبر له پنځمې تر ۱۵مې پاکستان، متحده عربي اماراتو، قطر او سعودي عربستان ته سفر کوي.
هغه لیکلي چې د دغه سفر پر مهال به له خپلو مهمو شریکانو سره پر ګډو امنیتي ګټو، د کډوالو خوندیتوب او بیامېشتېدنې، بشري اړتیاوو، بشري حقونو او اقتصادي مسایلو خبرې وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی اصف دراني هم ویلي وو چې د نفوس، کډوالو او پناه غوښتونکو په چارو کې د امریکا متحده ایالتونو بهرنیو چارو وزارت له مرستیالې جولیټا والس نویس او په پاکستان کې د امریکا له سفیر ډونالډ بلوم سره په لیدنه کې یې د افغان کډوالو په اړه خبرې کړې دي.
Views: 82
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن