Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

سرپل (پژواک، ۱۵ لېندۍ ۱۴۰۲): د سرپل امنیه قومانداني وايي، د دغه ولایت په سنچارک ولسوالۍ کې د لاسي بم چاودنې له امله یو ماشوم مړ او دوه نور ټپیان شوي دي.

د سرپل امنیې قوماندانۍ خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پېښه د یاد ولایت سنچارک ولسوالۍ په تغای‌خواجه کلي کې شوې ده.

سرچینې لیکلي، دغه بم داسې مهال چاودلی چې یوه ماشوم پرې لوبې کولې.

د سرپل امنیې قوماندانۍ زیاته کړې چې د پېښې ټپیان د سنچارک ولسوالۍ سیمه‌ییز روغتون ته لېږدول شوي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.