Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

غزني ښار کې د ښاروالۍ له خوا د ۳۵ میلیون افغانیو په لګښت «سونا حمام» جوړ شو

غزني ښار کې د ښاروالۍ له خوا د ۳۵ میلیون افغانیو په لګښت «سونا حمام» جوړ شو

غزني‌ښار (پژواک، ۱۵ قوس ۱۴۰۲): غزني ښار کې د ښاروالۍ له لوري د ۳۵ میلیون افغانیو په لګښت «سونا حمام» جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د غزني والي محمدامین جان عمري نن په دې اړه جوړ شوو مراسمو کې وویل چې دغه سونا حمام د غزني ښار څلورم پلان ساحه کې پر دوه جریب ځمکه په اساسي ډول جوړ شوی دی.

هغه زیاته کړه، د دغه سونا حمام پر جوړولو ټول ۳۵ میلیون افغانۍ لګښت راغلی چې د ښاروالۍ له انکشافي بودجې ورکړل شوی دی.

د هغه د معلوماتو له مخې، دغه حمام دوه لوی حوزونه، د ماشومانو لپاره ځانګړي حوزونه، تفت‌خونې، بخارخونې، تشنابونه، رسټورانټ او نورې اړینې اسانتیاوې لري.

د غزني ښاروال مولوي محمدنبي حمزه هم وایي چې دغه سونا حمام د څلورو کلونو موده کې جوړ شوی او اوس یې د کال په یوولس میلیون افغانیو یوه خصوصي شرکت ته په قرداد ورکړی دی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.