Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ګردېز کې د مور او ماشوم ځانګړی روغتیایي مرکز پرانیستل شو

ګردېز (پژواک، ۱۵ لېندۍ ۱۴۰۲): د پکتیا په مرکز ګردېز ښار کې د ناروې کمېټې له لوري د ۱۵۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت د مور او ماشوم ځانګړی روغتیایي کلینیک پرانیستل شو.

د پکتیا د عامې روغتیا رییس مولوي خیرمحمد منصور وایي، دغه یوازېنی کلینیک دی چې ډاکټران او ټول کارکوونکي به یې ښځينه وي او ورسره به د مور او ماشوم مړینه تر ډېره راکمه شي.

هغه له موسسو او نړۍوالو بنسټونو وغوښتل چې د دغه ولایت په نورو سیمو کې هم دغه ډول روغتیايي مرکزونه جوړ جوړ کړي.

د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې مسوول تاريا واټر دال هم وويل چې دغه کلینیک ته ودانۍ د یاد ولایت د عامې روغتیا ریاست له لوري ورکړل شوې خو ۱۵۰ زره امریکایي ډالر یې د یادې ودانۍ په بیارغونه، وسایلو او درملو لګولي دي.

هغه هم وایي چې دغه کلینیک پر ټولو اړینو وسایلو سمبال دی او د هېواد په کچه لومړۍ کلینیک دی چې ټول روغتیایي کارکوونکي به یې ښځینه وي او د مور او ماشوم هر اړخیزه درملنه او پالنه به کې ترسره کېږي.

هغه وایي، په پام کې ده چې دغه ډول کلینیکونه په غزني، کاپيسا، بدخشان او فاریاب ولایتونو کې هم جوړ کړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.