پلعلم (پژواک، ۱۵ لېندۍ ۱۴۰۲): د لوګر امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په څرخ ولسوالۍ کې یوه ۱۵ کلن هلک ځانوژنه کړې ده.
د لوګر امنیې قوماندانۍ ویاند احمدالله انس پژواک خبري اژانس ته وویل، یاد تنکی ځوان ذبیحالله نومېده او د څرخ ولسوالۍ د «نو شهر» سیمې اوسېدونکی و.
انس زیاته کړه: «یاد ځوان په خپل کور کې د موټر پر سر له خپل پلار سره لفظي شخړه کړې وه، وروسته له کوره وتلی، ځان یې په یوه ونه کې راځړولی او ژوند یې له لاسه ورکړی دی.»
د وژل شوي ځوان خپلوان هم یاده پېښه تاييدوي او وايي چې ذبیحالله د کورنۍ ستونزې له امله ځان وژلی دی.
د یادونې ده، ځانوژنه د اسلام دین له نظره حرام او کبیره ګناه ده او هیڅوک باید د ژوند له ستونزو د خلاصون په موخه پر دغه عمل لاس پورې نه کړي.
Views: 165
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن