لښکرګاه (پژواک، ۱۵ لېندۍ ۱۴۰۲): د هلمند سیمهییز چارواکي وایي، د عامې روغتیا وزارت له لوري یو پنځه کسیزه روغتیایي ټیم ورغلی او د سترګو پر ناروغۍ د اخته پنځه زره کسانو وړیا درملنه کوي.
د هلمند د عامې روغتیا رییس ډاکټر سیداحمد سعید پژواک خبري اژانس ته وویل چې د عامې روغتیا وزارت له لوري دغه ولایت ته یو پنځه کسیزه ټیم ورغلی او د سترګو پر ناروغۍ د اخته کسانو وړیا درملنه او عملیاتونه کوي.
د هغه په خبره، دغه روغتیایي ټیم په ټوله کې د پنځو زره ناروغانو درملنه کوي چې په کې ۲۵۰ عملیات هم شامل دي او پاتې نورو ناروغانو ته به دوا او د اړتیا پر مهال عینکې ورکړل شي.
هغه زیاته کړه، دغه روغتیایي ټیم له تېرو دوو ورځو راهیسې د لښکرګاه ښار بست تدریسي روغتون ته راغلی او تر لسو ورځو به هلته د ناروغانو درملنه وکړي.
د بست تدریسي روغتون یو ډاکټر سلیم سنجراني هم وایي: «د عامې روغتیا وزارت له خوا پنځه کسیزه ټیم را لېږل شوی او هغه ناروغان چې سترګې یې پردې ولري د هغوي عملیات ترسره کېږي او نور ناروغان چې سترګې یې عملیات ته اړتیا نه لري، هغوي ته درمل ورکول کېږي .»
د نادعلي ولسوالۍ د شنه کلي یو اوسېدونکی محمد نادر وایي، له تېرو دوو کلونو راهیسې یې د یوې سترګې لید کم شوی او دغه روغتیایي ټیم ته راغلی څو یې درمنله وشي.
هغه وایي، ډېری کسانو په دغه ولایت کې ناروغان وي، خو د اقتصادي ستونزو له امله نه شي کولای ډاکټر ته ولاړ شي او نن خوښ دی چې وړیا درملنه یې کېږي.
د یادونې ده، یاد ټیم تېر کال هم دغه ولایت ته ورغلی و او د سترګو پر ناروغۍ د سلګونه اخته کسانو درملنه یې کړې وه.
Views: 47
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن