Language

بادغیس کې د ترافیکي پېښې له امله اوو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

قلعه‌نو (پژواک، ۱۵ لېندۍ ۱۴۰۲): د بادغیس امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په قادس ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله یوه ښځه مړه شوې او شپږ کسان نور ټپيان دي.

د بادغیس د امنیې قوماندانۍ ویاند صدیق‌الله صدیقي یوه اعلامیه کې ویلي چې نن سهار د دغه ولایت د قادس ولسوالۍ اړوند «قرچقه» کلي کې یو سراچه موټر له سړکه اوښتی او چپه شوی دی.

سرچینې زیاته کړې چې په دې پېښه کې یوه ښځه مړه شوې او شپږ کسان نور ټپیان شوي دي.

په یاده خبر پاڼه کې راغلي چې دغه موټر له قادس ولسوالۍ د بادغیس مرکز قلعه‌نو ښار ته روان و.