میمنه (پژواک، ۱۵ لېندۍ ۱۴۰۲): د فاریاب امینه قومانداني وايي چې یوې ښځې د دغه ولایت په المار او یوه سړي په دولتاباد ولسوالیو کې ځانوژنه کړې او د دغه ولایت په بلچراغ ولسوالۍ کې یو شپوڼ د ناپېژاندو وسلهوالو له لوري وژل شوی دی.
د جنايي جرمونو پر وړاندې د فاریاب امنیې قوماندانۍ د مبارزې مدیریت مرستیال داملا محمدمعاوض پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن سهار د المار ولسوالۍ په هوتکي کلي کې یوې ښځې خپل ځان څاه ته اچولی او مړه شوې ده.
هغه د دې پېښې لامل کورنۍ ستونزې بللې دي.
دغه راز هغه وویل چې په یوه بله پېښه کې په دولتاباد ولسوالۍ کې یوه سړي هم ځان څاه ته غورځولی او خپل ژوند یې پای ته رسولی دی.
نوموړي زیاته کړه چې په درېيمه پېښه کې تېره شپه د بلچراغ ولسوالۍ په قوچې کلي کې شوې یو شپوڼ د ناپېژاندو وسلهوالو کسانو له لوري د کلاشینکوف په ډزو وژل شوی دی.
د هغه په خبره، د دغه شپوڼ د وژل کېدو لامل تر اوسه نه دی معلوم، خو د پېښې د عاملینو د نیولو هڅې روانې دي.
Views: 14
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن