ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اتلس ولایتونو کې ۴۵۰ نوي مخابراتي سایټونه جوړېږي

اتلس ولایتونو کې ۴۵۰ نوي مخابراتي سایټونه جوړېږي

author avatar
7 Dec 2023 - 04:58
اتلس ولایتونو کې ۴۵۰ نوي مخابراتي سایټونه جوړېږي
author avatar
7 Dec 2023 - 04:58

[restrict paid=”true”]

کابل (پژواک، ۱۶ لېندۍ ۱۴۰۲): ریاست‌الوزراء وایي چې د نږدې دوه میلیارد افغانیو په لګښت د هېواد په ۱۸ ولایتونو کې د ۴۵۰ مخابراتي سایټونو جوړولو تړون لاسلیک شو.

د ریاست‌الوزرا مطبوعاتي دفتر له خوا د لېندۍ په ۱۵مه د شپې ناوخته خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې اړه جوړ شوو مراسمو کې مولوي عبدالسلام حنفي، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت سرپرست مولوي نجیب‌الله حقاني،، د کابینې غړو او یو شمېز نورو چارواکو ګډون کړی و.

د مخابراتو او معلوماتي ټېکنالوجۍ وزارت سرپرست مولوي نجیب‌الله حقاني  د خپلو کارونو او پلانونو په اړه د معلوماتو ورکولو پر مهال وویل، د خوښۍ ځای دی چې د اسلامي امارت له حاکمیت وروسته په پرله‌پسې توګه د هېواد د ابادۍ او پرمختګ خبرونه اورېدل کېږي.

هغه زیاته کړه، دا پروژه د ۱.۸۹ میلیارد افغانیو په لګښت د هېواد په ۱۸ ولایتونو کې د ۴۵۰ مخابراتي سایټونو لرونکې ده چې په بشپړېدو به یې هېوادوال په لرو پرتو ولایتونو کې له ټيلېفوني خدمتونو برخمن شي.

حقاني وویل، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د سیستم جوړولو برخه کې هم د پام وړ پرمختګ کړی او د برېښنا ریاست، مرکزي احصایې، ارشاد، حج او اوقافو وزارت کې د حاجیانو چارو مدیریت، په لوړو زده‌کړو  وزارت کې د محصلینو چارو د همغږۍ سیستمونه او په نورو امارتي ادارو او  وزارتونو کې یې مخابراتي سیستمونه ایجاد کړي دي.

د ریاست‌الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د دې پروژې پيلېدو له امله مننه وکړه او وې ویل، د مخابراتي خدماتو د تنظیم اداره (اترا) په هېواد کې د مخابراتي او انټرنېټي زېربنایي خدمتونو او پرمختیا ته د لاسرسي (TDF) ملي برنامې په چوکاټ کې د مخابراتي شرکتونو د ۲،۵ سلنه عوایدو راټولولو له لارې چې مهمه موخه یې مخابراتي خدماتو ته د هېوادوالو لاسرسی او همدارنګه د هېواد لرې پرتې سیمې او کلي د مخابراتي او انټرنېټي خدماتو تر پوښښ لاندې راوستل دي، خپله لسمه پروژه پیلوي.

حنفي زیاته کړه، اترا ادارې د (TDF) برنامې په له لارې تر اوسه ۹ بېلې پروژې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د ۸۶۹ مخابراتي انتنونو فعالولو په وسیله عملي کړې دي چې تخمیناً ۵،۲ میلیارد افغانۍ پانګونه پرې شوې او د هېواد په بېلابېلو سیمو کې۲۶۰۰ هېوادوالو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.

د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال وویل: «په لسمه پروژه کې چې نن د هغې د پرانیستې شاهدان یو، ۴۵۰ سایټونه شامل دي چې یو شمېر یې تر اوسه پورې عملي شوي او پاتې ۲۷۹ سایټونه به د افغانستان په بېلابېلو سیمو او د هېواد په ۲۳۰ ولسوالیو کې عملي شي چې مجموعي ارزښت یې ۲۷،۵ میلیون ډالر دی.»

د حنفي په وینا، په هغه صورت کې چې دا پروژه عملي شي، له یو لوري په بېلابېلو سیمو کې مخابراتي ستونزې حلېږي او له بل لوري هېوادوالو ته کاري فرصت هم برابرېږي.

د دغو مراسمو په پای کې د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په حضور کې د اترا عمومي رییس مولوي سید برات‌شاه ندیم او د افغان ټیلیکام عمومي رییس انجنیر علي‌احمد سامند د مخابراتي سایټونو جوړولو پروژې تړون لاسلیک کړ.

[/restrict]

Views: 255

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.