Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د لوړو زده کړو وزیر: د مسلمانو ګاونډیو هېوادونو پر ضد باید تېز او د دښمنۍ غبرګون ونه لرو

د لوړو زده کړو وزیر: د مسلمانو ګاونډیو هېوادونو پر ضد باید تېز او د دښمنۍ غبرګون ونه لرو

author avatar
7 Dec 2023 - 22:11
د لوړو زده کړو وزیر: د مسلمانو ګاونډیو هېوادونو پر ضد باید تېز او د دښمنۍ غبرګون ونه لرو
author avatar
7 Dec 2023 - 22:11

اټلانټا (پژواک، ۱۶ لېندۍ ۱۴۰۲): د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ ندا محمد ندیم ویلي، چې د مسلمانو ګاونډیو هېوادونو پر ضد باید تېز او د دښمنۍ غبرګون ونه لرو.

شیخ ندیم دا څرګندونې د لېندۍ په ۱۶مه، نیمروز ته د سفر پر مهال ددغه ولایت د لوړو زده کړو موسسې اړوندو پروژو د پرانیستې پر مهال یوې غونډې ته کړې دي.

هغه د هېوادوالو ترمنځ پر اتحاد او اتفاق ټینګار وکړ او ویې ویل چې که چېرې دوی سره متفق وي؛ نو هېڅکله به دښمن بریالی نه شي.

ده زیاته کړه : “ دغه راز موږ باید د خپلو مسلمانو ګاونډیو هېوادونو پر ضد هم تېز او ددښمن غبرګون ونه لرو، ځکه په یوه کور کې هم ددوو وروڼو ترمنځ خبرې راځي، خو دا په دې مانا نه ده چې وروڼه سره دې دښمنان شي، د وروڼو مسلمانانو ترمنځ دښمني د کفارو په ګټه ده. “

بلخوا دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د لوړو زده کړو وزارت سرپرست شیخ نداء محمد ندیم نیمروز ولایت ته د سفر پرمهال د دغه ولایت د لوړو زده کړو مؤسسې د لیلیې د ودانۍ د رغولو چارو پرانیستلې.

شیخ ندیم ویلي، د اسلامي امارت د مشر د ځانګړي هدایت پر بنسټ د ۲۱۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د نیمروز او روزګان ولایتونو د لوړو زده کړو مؤسسو او د کندهار د طبي روغتون نیمګړو پروژو چارې هم پیلېږي.

شیخ ندیم همداراز وویل، په هېواد کې د شرعي احکامو د پلي‌کولو سربېره په هېواد کې بشپړ او سرتاسري امنیت ټینګ دی او هر مسؤول خپل مسؤولیت په ښه توګه سرته رسوي.

نوموړي دغه راز په راتلونکي کال کې د نیمروز د پوهنتون د اداري ودانۍ او معیاري لیلیې جوړولو ډاډ ور کړ.

دغه وزارت ویلي، په پام کې ده، چې د نیمروز د لوړو زدکړو مؤسسې د لیلیې چارې د درېیو میاشتو په موده کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.

 

Views: 422

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.