کابل (پژواک، ۱۶ لېندۍ ۱۴۰۲): د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال وايي چې په هېواد کې د زدهکړو دروازو تړلو امله ولس واټن نیولی او د شخصي خواهشاتو له مخې له علم سره مخالفت کول لویه جفا ده.
دغه څرګندونې د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي نن د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت له تعلیمي مرکزونو (بایزید روښان انسټیټوټ، رحمان بابا، خوشحال خان او پیرمحمد کاکړ عالي لېسو) څخه د شاوخوا ۴۵۰ زدهکوونکو او محصلینو فراغتغونډې ته وکړې.
ستانکزي وویل، په چارواکو او مسوولینو غږ کوو چې زموږ د هېواد بچیانو ته دې د علم دروازې پرانیستل شي، کوم ملک کې چې د علم دروازې تړلې وي، هغه به اشغالیږي او له لوږې سره به هم مخ کېږي.
هغه وایي، که کوم کسان د خپلو شخصي خواهشاتو او نورو دلایلو له مخې هېواد کې له علم سره مخالفت کوي، نو دا د هېواد له بچیانو سره «لویه جفا» ده.
هغه زیاته کړه، له نړۍوالو او ګاونډیانو سره نن د اسلامي امارت یوازېنۍ ستونزه همدا ده چې هېواد کې د زدهکړو دروازې تړلې او له همدې امله ولس فاصله نیولې ده.
د ستانکزي په وینا، کله چې د ملت او حکومت ترمنځ واټن وي نو بیا د حکومت بقا ممکن نه ده او بهرنیان به هم لاسوهنې کوي.
هغه زیاتوي، په کومه ټولنه کې چې علم نه وي هغه به لکه «ړانده» داسې وي او له زدهکړو پرته هیڅ پرمختګ ممکن نه دی.
دغه راز د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو سرپرست وزیر ملا نورالله نوري وویل، د تېرو حالاتو له تاریخ او تجربې باید عبرت واخیستل شي.
هغه وایي، هېواد کې واټن نه شته او څوک چې دا فکر کوي د چا له خوا به روزل شوی وي او یا د استخباراتو او بهرنیانو تبلیغ دی.
نوموړي زیاته کړه چې اسلام کې اقلیت نه شته حق چې د هرچا وي نو حق به ورکول کېږي.
د لوړو زدهکړو وزارت علمي مرستیال دوکتور لطفالله خیرخوا وویل، که علم په خپل ذات کې ونه پالل شي او لېونۍ مینه ورسره ونه شي نو دا له علم سره «بېعدالتي» ده.
دی وایي: «موږ او تاسو له یوې بې انصافې او ظالمې نړۍ سره مخ یو؛ ځکه هغوی هغه څه ته حق وایي چې خپله یې غواړي او په حقیقتونو یې سترګې پټې کړې دي.»
قومي مخور او د سیاسي چارو شنونکی حمیدالله هوتک وویل، هېواد نور جوړولو او یووالي ته ضرورت لري.
هغه زیاته کړه: «د مدرسۍ او مکتب ترمنځ د واټن ختمولو لپاره هم باید کار وشي او په دې برخه کې هڅې پیل شوي.»
نوموړي وویل، که ولس د حکومت تر شا وي نو بیا هر ډول ننګونې په اسانه ختمېدلای شي.
د یادونې ده، تېر کال د وري میاشتې له لومړۍ نېټې وروسته له شپږم ټولګي پورته ښوونځي د نجونو پرمخ تړل شوي، خو د پوهنې وزارت وايي چې دغه کار موقتي دی او په دې برخه کې پر یوې طرحې کار روان دی.
Views: 422
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن