Language

د کرکټ له ۱۹ کلنو کم‌عمره لوبډلو ترمنځ د اسیا جام سیالۍ سبا پیلېږي

کابل (پژواک، ۱۶ لېندۍ ۱۴۰۲): د کرکټ له ۱۹ کلنو کم‌عمره ملي لوبډلو ترمنځ د اسیا جام سیالۍ سبا په متحده عربي اماراتو کې پیلېږي او افغانستان به خپله لومړۍ لوبه د هند پر وړاندې ترسره کړي.

دغه سیالۍ د اتو هېوادونو د کرکټ لوبډلو ترمنځ سبا پیلېږي.

د افغانستان کرکټ بورډ نن پر خپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي، افغان له ۱۹ کلنو کم‌عمره ملي لوبډله به سبا د هندوستان د لوبډلې پر وړاندې د اسیا جام سیالیو په ترڅ کې خپله لومړۍ لوبه ترسره کړي.

کرکټ بورډ ویلي، دغه سیالي به د افغانستان په وخت د سهار په لسو بجې پیل شي.

دغه راز، د دغو سیالیو الف ګروپ کې افغانستان، هندوستان، پاکستان او نیپال شامل دي.

همدارنګه د دغو سیالیو په ب ګروپ کې بنګله‌دېش، سریلانکا، متحده عربي امارت او جاپان لوبډلې شاملې دي.

د یادونې ده، افغانستان به په اسیا جام سیالیو کې خپله دویمه لوبه د ډسمبر په لسمه له نیپال سره وکړي.