[restrict paid=”true”]
اټلانټا (پژواک، ۱۷ لېندۍ ۱۴۰۲): د ډنمارک پارلمان یوه لایحه تصویب کړې چې له مخې یې په عامه ځایونو کې د قرانکریم نسخو سوځول منع اعلان شول.
د امریکا غږ د خبر له مخې، د ډنمارک پارلمان د لېندۍ په ۱۷مه له ۱۷۹ غړو ۹۴ یې دغه قانون ته مثبته او ۷۷ نورو بیا مخالفه رایه ورکړه.
د ډنمارک عدلیې وزیر پیټر هملګارد پدې اړه په یوې خبرپاڼه کې ویلي: «موږ باید د ډنمارک او ډنمارکي اتباعو امنیت خوندي کړو. له همدې امله، دا مهمه ده چې موږ د یوې سیستماتیکې بې حرمتۍ پر وړاندې له یو اوږدې مودې راهیسې یې کتوونکي یوو، ښه اقدام وکړو.»
بلخوا د رويټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د ډنمارک د پارلمان لخوا دغه ګام وروسته له هغه واخیستل شو، چې پدغه هېواد او ګاونډي سویډن کې د مسلمانانو د سپیڅلي کتاب (قران) د نسخو سوځولو یو لړ پیښو په اسلامي هېوادونه کې پراخ غبرګونونه وپارول.
په دغه لړ کې عراقي لاریونکوونکو د روان کال د جولای په میاشت کې، د مشهور عالم مقتدا الصدر له غوښتنې وروسته، په پلازمېنه بغداد کې د دغو هېوادونو پر سفارتونو برید وکړ او د سویډن سفارت ودانۍ ته یې اور ورته کړ.
د ډنمارک د دې نوي لایحې په متن کې راغلي، په عامه ځایونو کې د سپېڅلو کتابونو سوځول، څیرل او یا په پراخه توګه د خپراوي په نیت له داسې مذهبي متنونو سره نامناسب چلند چې د یوې مذهبي ټولنې لپاره ارزښت لري، منع دي.
د ډنمارک پولیسو د احصائیې له مخې، د روان کال د جولای له ۲۱ بیا د اکتوبر تر ۲۴مې پورې په ډنمارک کې د کتابونو او یا بیرغونو سوځولو ۴۸۳ پېښې ثبت شوې دي.
د سپېڅلو کتابونو نسخو په سوځولو د بندیز د قانون لومړنۍ لایحه د اګست په میاشت کې اعلان شوه. خو پر لایحې نیوکه وشوه چې د بیان ازادي محدودي او پلي کول یې ستونزمن دي، او له همدې کبله تعدیل شوه.
[/restrict]
Views: 365
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن