[restrict paid="true"]
مزارشریف (پژواک، ۱۷ لېندۍ ۱۴۰۲): د بلخ والي د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د کونسلګریو استازو ته ډاډ ورکړ، چې له دې ځایه د ګاونډيو هېوادونو پروړاندې هېڅ ډول ګواښ نشته.
د بلخ ولایت مقام لخوا د لېندۍ به ۱۷مه، په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلی، چې د بلخ والي حاجي محمدیوسف وفا د روسیې، ترکیې، ایران، پاکستان، ازبکستان، قزاقستان او د ترکمنستان مرستیال کونسل، یوشمېر مرستیالانو، د سره صلیب رییس، د یونما دفتر استازي او د یادو قونسلګریو ډيپلوماټانو سره وکتل.
سرچینې زیاته کړې، په دې کتنه کې د بلخ والي حاجي محمدیوسف وفا له دوی څخه مننه وکړه، چې په دغه ولایت کې خپلو دندو ته دلته ادامه ورکړې او د دې ځورېدلي ولس لپاره خدمت کوي.
حاجي وفا زیاته کړه، د افغانستان اسلامي امارت د خپلې رسمي پالیسۍ سره سم د نړۍ سره مثبت تعامل غواړي، د ګاونډيو هېوادونو پروړاندې هېڅ ډول ګواښ نشته.
د بلخ والي له دوی غوښتنه وکړه چې د بلخ اوسېدونکو ته د وېزو ورکړې او اړوندو چارو کې آسانتیا رامنځته او ورسره همکاري وکړي.
هغه وویل:” اسلامي امارت د رسمیت پېژندنې ټول شرایط پوره کړي او تاسو ټول مسؤلیت لرئ، څو د افغانستان ریښتینی انځور تر نړیوالو ورسوئ”.
په ورته مهال راغلو استازو د بلخ له والي سره په کتنه کې وویل، هر وخت اماده دي، ترڅو په فرهنګي، تعلیمي، روغتيا، سوداګرۍ، کرنه، بنیادي پروژو او سپورټ په برخو کې له افغانستان سره مرسته وکړي.
[/restrict]
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP