ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هلمند کې د څلورو ولایتونو ترمنځ د کرکټ سیالۍ پیل شوې

هلمند کې د څلورو ولایتونو ترمنځ د کرکټ سیالۍ پیل شوې

author avatar
9 Dec 2023 - 22:55
هلمند کې د څلورو ولایتونو ترمنځ د کرکټ سیالۍ پیل شوې
author avatar
9 Dec 2023 - 22:55

لښکرګاه (پژواک، ۱۸ لېندۍ ۱۴۰۲): د هلمند ولایت په مرکزي کرکټ لوبغالي کې د لښکرګاه ښاروالۍ او بست خصوصي پوهنتون په مالي ملاتړ د څلورو ولایتونو ترمنځ د «قوش تېپې کانال» په نوم ولایتي سیالۍ پیل شوې.

د یادو سیالیو د پیل پرمهال د دغه ولایت د کرکټ آمر محمد ذاکر عمري وویل، دا سیالۍ د هلمند، کندهار، غزني او پکتیکا ولایتونو څخه ۶ لوبډلو په ګډون پیل شوې چې ۱۲ ورځې به داوم وکړي.

نوموړي زیاته کړه  چې د یادو سیالیو موخه د ځوانانو ترمنځ یووالی او د لوبغاړو د تجربو شریکول دي.

ورته مهال یو شمېر لوبغاړي د دا ډول سیالیو په لاره اچول مهم ګڼي او وايي چې د دغه ډول سیالیو په لاره اچول د تجربو د شریکولو لپاره ګټورې بولي.

دا سیالۍ په داسې حال کي پیل شوې چې څو ورځې وړاندې د هلمند ولایت غازي محمد ایوب خان لوبغالي کي د اتفاق او اتحاد په نامه د کرکټ پیل شوې سیالۍ پای ته ورسېدې.

ددې ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست لوبډلې لوبغاړي رحیم بارکزي وویل : “ موږ ته داسیالۍ ډېرې ګتورې دي ځکه موږ لوبغاړي کولای شو چي خپلي تجربې یو له بل سره شریکي کړو او په خپل کرکټ کې لاپرمختګ وکړو. “

د یادولو وړ ده چې لومړۍ لوبه د غزني او هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ټیمونو ترمنځ پیل شوه چي اطلاعاتو او فرهنګ ریاست تیم د غزني ټیم ته د ۶ وېکټو په توپیر ماته ورکړه.

 

Views: 21

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.