مهترلام (پژواک، ۱۸ لېندۍ ۱۴۰۲): لغمان کې سیمهییز چارواکي وایي چې د دغه ولایت په مرکز مهترلام، الیشنګ او قرغیو ولسوالیو کې د ۲۸۰ د مالټو باغونو جوړولو چارې پیل شوې.
د لغمان والي قاري زینالعابدین عابد پژواک خبري اژانس ته وویل چې د خوړو او کرنې نړۍوال سازمان (FAO) په مالي ملاتړ د سل زره امریکایي ډالرو په لګښت پر ۵۶ هکتاره ځمکه د مالټو باغونو د جوړولو چارې پیل شوې.
د لغمان د کرنې رییس مولوي محمدولي محسن وایي، دا په لغمان کې لومړی ځل دی چې په ۵۶ هکتاره ځمکه کې ۲۸۰ د مالټو نوي باغونه جوړېږي.
ورته مهال په لغمان کې د خوړو او کرنې نړۍوال سازمان ولایتي مسوول انجینر یاسین نوري پژواک ته وویل چې دوی د یادو باغونو لپاره ۲۸ زره د مالټو د بوټو وېش پروګرام لري چې په یوه میاشت کې به په مرکز مهترلام، الیشنګ او قرغیو ولسواليو کې بشپړ شي.
بلخوا له یاد پروګرامه ګټه اخیستوونکي له حکومت او خیریه بنسټونو خوښ دي چې د دوی لپاره د مالټو نوي باغونه جوړوي.
د قرغیو ولسوالۍ اړوند د کاکڅ اوسېدونکی یو بڼوال جان محمد وایي: «خوښ یم چې د یادې موسسې او دولت له خوا را ته په پنځه جریبه ځمکه د مالټو باغ جوړ شو.»
د نوموړي په وینا، اړوندې ادارې دې له دوی سره په راتلونکي کې هم خپلو مرستو ته دوام ورکړي، څو له یادو باغونو ښه او باکیفیته حاصلات ترلاسه شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP