ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

نن د تېرې اونۍ په نسبت کابل ښار کې د ډیزل تېلو او اوبلن ګازو بیې ټیټې شوې دي

نن د تېرې اونۍ په نسبت کابل ښار کې د ډیزل تېلو او اوبلن ګازو بیې ټیټې شوې دي

author avatar
9 Dec 2023 - 17:09
نن د تېرې اونۍ په نسبت کابل ښار کې د ډیزل تېلو او اوبلن ګازو بیې ټیټې شوې دي
آرشیف
author avatar
9 Dec 2023 - 17:09

کابل (پژواک، ۱۸ لېندۍ ۱۴۰۲): د تېرو اوو ورځو مخکې په پرتله نن کابل ښار کې د هندۍ بورې، ډیزل تېلو او ګازو بیې ټیټې شوې خو د پټرولو بیه لوړه شوې ده.

د «احمدیار ګروپ» تېلو ټانک یوه کارکوونکي پژواک خبري اژانس ته وویل چې د تېرې شنبې په‌ پرتله نن د یو لېتر پټرولو بیه له ۷۵ څخه ۷۶ افغانیو ته لوړه شوې ده.

هغه وویل چې د پټرول تېلو د وارداتو کموالي له امله د کابل ښار په بازارونو کې د هغه بیه لوړه شوې ده.

خو هغه وايي چې د تېرو اوو ورځو په نسبت نن د یو لېتر ډیزلو بیه له ۶۵ څخه ۶۳ افغانیو ته رالوېدلې ده.

دغه راز، د کابل ښار کلوله‌پشته سیمه کې ګاز پلورونکي محمدشریف وویل چې تېرې شنبې په پرتله نن د یو کیلوګرام ګاز بیه له ۵۸ نه ۵۴ افغانیو ته ټیټه شوې ده.

د نفتي توکو دغه پلورونکي د یادو توکو د بیو ټیټېدو په تړاو وايي چې په نړۍوالو بازارونو کې د نفتو د بیو ټیټېدو له امله کابل ښار کې هم د هغو په بیه کې کموالی راغلی دی.

د لومړنیو خوراکي توکو بیې

کابل ښار کې د خوراکي توکو سوداګرو اتحادیې رییس زمري صافي وویل چې د تېرو ۷ ورځو په نسبت نن ‎په عمده ډول د ۴۹ کیلوګرامه هندۍ بورې بیه له ۳۳۰۰ څخه ۳۲۰۰ افغانیو ته ټیټه شوې ده.

د هغه په خبره، د بورې د وراداتو زیاتوالي له امله په کابل ښار کې د هغه بیه ټیټه شوې ده.

نوموړي زیاته کړه چې نن هم لکه ۷ ورځې مخکې ‎په عمده ډول د ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړه په ۱۷۰۰ افغانۍ، ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجې په ۲۶۰۰ افغانۍ، ۱۶ لېتره مالیزیايي غوړي په ۱۳۵۰ افغاني، یو کیلوګرام افریقایي تور چای په ۴۰۰ او یو کیلوګرام شین اندونیزیایي چای په ۳۵۰ افغانیو پلورل‌ کېږي.

د یو شمېر پرچون توکو بیه د هغو له عمده بیو سره په ځینو مواردو کې ډېر خو په ځينو کې بیا لږ توپیر لري.

د کابل ښار په دهن‌باغ سیمه کې د خوراکي توکو پرچون پلورونکي حامد صوفي‎زاده وویل، نن په پرچون ډول د ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړه په ۱۷۵۰ افغانۍ، ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجې په ۲۶۵۰ افغانۍ، ۴۹ کیلوګرامه هندۍ بوره په ۳۲۵۰ افغانۍ، ۱۶ لېتره مالیزیايي غوړي په ۱۴۰۰ افغاني، یو کیلوګرام اندونیزیایي شین چای په ۴۰۰ او یو کیلوګرام افریقایي تور چای په ۴۵۰ افغانیو پلورل کېږي.

د سرو زرو بیې ټيټې شوې

د کابل په تیمورشاهي واټ د حاجي حامد صالح‌زاده زرګرۍ مالک محمدفواد وویل چې د تېرې شنبې په پرتله نن د یو ګرام ۷۵۰ عیارو عربي سرو زرو بیه له ۳۸۵۰ څخه ۳۷۵۰ افغانیو ته او د یو ګرام ٥٨٥ عیارو روسي سرو زرو بیه له ۳۰۰۰ څخه ۲۹۰۰ افغانیو ته ټيټه شوې ده.‎

د سرو زرو پلورونکو په خبره، د کابل ښار په بازارونو کې د سرو زرو د بیو بدلون په نړۍوالو بازارونو کې د هغو له بیې سره تړاو لري.

د ډالر او کلدارو بیې

د کابل ښار په شهزاده سرای کې د «صداقت» صرافۍ مالک حاجي‌حسین پژواک ته وویل چې نن د یو امریکايي ډالر د پېر بیه ۶۹ اعشاریه ۳۰ افغانۍ ده او زر پاکستانۍ کلدارې په ۲۴۰ افغانیو بدلېږي.

دا په داسې حال ‌کې ده چې د لېندۍ په ۱۱مه د یوه امریکايي ډالر د پېر بیه ۶۹،۵۰ افغانۍ وه او زر پاکستانۍ کلدارې په ۲۷۰ افغانۍ تبادله کېدې.

Views: 84

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.