Language

 د ۱۹ کلنو کرکټ لوبډلو اسیایي سیالیو کې افغانستان نیپال ته ماتې ورکړه

[restrict paid="true"]

اټلانټا (پژواک، ۱۹ لېندۍ ۱۴۰۲): د ۱۹ کلنو کرکټ اسیایي سیالیو په لړ کې افغانستان پخپله دویمه لوبه کې نیپال ته ماتې ورکړه.

د اتو هېوادونو په ګډون د ۱۹ کلنو کرکټ لوبډلو اسیایي سیالۍ په متحده عربي اماراتو کې پیل شوې دي.

افغانستان د لېندۍ په ۱۹مه، خپله دویمه له نیپال سره ترسره کړه، ددې لوبې پچه نیپال وګټله او افغانستان ته یې د توپوهنې بلنه ورکړه.

افغان ۱۹ کلنو لوبډلې په ټاکل شویو ۵۰ اورونو کې د نهو لوبغاړو په سوځېدلو سره ۲۶۲ منډې جوړې کړې او نیپال ته یې د ۲۶۳ منډو هدف ورکړ.

د افغانستان له لوري جمشېد ځدراڼ ۱۰۶ نعمان شاه ۶۰ او رحیم الله زرمتی ۳۵ د پام وړ منډې وکړې.

د نیپال لوبډلې یاد هدف ترلاسه نه شو کړای او ټوله لوبډله یې په څلوېښتم اوور کې په ۱۸۸ منډو وسوځېدله او دغه راز افغانستان دا لوبه د ۷۳ منډو په توپیر سره وګټله.

د افغان ۱۹ کلنو لوبډلې له لوري فریدون داوودزي او ناصر خان معروف خېل درې، درې او محمد یونس دوه لوبغاړي وسوځول.

افغان لوبغاړي جمشېد ځدراڼ د لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو.

[/restrict]