مزارشریف (پژواک، ۱۹ لېندۍ ۱۴۰۲): د بلخ ولایت مرکز مزارشریف څلورمې ناحیې په مربوطاتو کې د څه باندې ۲۲ میلیون افغانیو په لګښت د شاوخوا یو نیم کیلومتر سړک د پخولو چارې پیل شوې.
د بلخ ښاروال محمدکاظم طارق پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه سړک د ښاروالۍ له پراختیایي بودجې د شپږو میاشتو په موده کې جوړېږي.
د هغه د معلوماتو له مخې، یاد سړک ۱۴۰۰ متره اوږدوالى او ۷ متره پلنوالی لري چې پر کانکرېټولو يې ۲۲ میلیونه او ۴۰ زره افغانۍ لګښت راځي.
د مزارشریف ښار د کارته ظهیرالدین فاریابي سیمې یوه اوسېدونکي صبغتالله وویل چې د دغه سړک په جوړېدو سره به د خلکو ډېرې ستونزې هوارې شي.
هغه زیاتوي چې د دې سیمې اوسېدونکي د دغه سړک خرابوالي له امله له ګڼو ستونزو سره مخ وو.
دا په داسې حال کې ده چې د مزارشریف ښاروالۍ د دغه ښار په شپږمه ناحیه کې د ۳،۵ میلیون افغانیو په لګښت د سړکونو د داغنیونې چارې هم پیل کړې دي.
Views: 20
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن