اټلانټا (پژواک، ۱۸ لېندۍ ۱۴۰۲): د بلخ ولایت مقام وایي چې په مزار شریف ښار کې د موبایلونو دوه تنه غله له امنیتي ځواکونو سره په یوه نښته کې ووژل شول.
د بلخ ولایت مقام لخوا دلېندۍ په ۱۸مه، د شپې ناوخته په یوه خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې دا پېښه د نهمي امنیتي حوزې اړوند د دښت ښور په سیمه کې رامنځته شوې ده.
سرچینې زیاته کړې، دوه تنه غله په یاده سیمه کې یې یو عدد (آیفون ۱۲) د تمانچې په زور له یوه ولسي وګړي څخه اخیستی او هغه یې زخمي کړی هم و.
په خبرپاڼه کې راغلی، چې غله په سیمه کې د امنیتي ځواګونو له ګزمې سره مخامخ او له هغوی سره د مقاومت په پایله کې و وژل شول.
ولایت مقام ویلي چې له هغوی څخه یو میل تمانچه او یوه عراده موټرسایکل ترلاسه شوي.
Views: 110
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP